په هلمند ولایت کې د کرونا د درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون پرانیستل شو

akbari_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۱ - ۸:۴۲
په هلمند ولایت کې د کرونا د درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون پرانیستل شو

د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین، مولوي محمد اسحق صاحبزاده هلمند ولایت ته د سفر په ترڅ کې په دې ولایت کې د کرونا د درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون پرانیسته ترسره کړه.

مالي او اداري معین یادو مراسمو ته په وینا کې وویل چې دغه روغتون به د دې ولایت د اوسېدونکو شته روغتیايي ستونزې حل کړي او هېوادوالو ته به لازم روغتیايي خدمات وړاندې کړي.

ښاغلي معین همدا راز زیاته کړه، اسلامي امارت ژمن دی چي ټولو هېوادوالو ته معیاري روغتیايي خدمات وړاندې کړي او اسلامي امارت دې برخې ته پوره متوجه ده.

دغه ۱۰۰ بستریز روغتون د آسیا پراختیايي بانک په مرسته د افغان ملي شرکت له لوري د یو مېلیون ډالرو په لګښت سره د یو کال په موده کې جوړ شوی چې د نورو روغتیايي خدماتو ترڅنګ به د اکسیجن پلانټ په برخه کې هم د دې ولایت اوسېدونکو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

د یادونې وړ ده چې د یاد روغتون د پرانیستې ترڅنګ د عامې روغتیا وزارت له لوري پنځه عرادې مجهز امبولانسونه د بست ولایتي روغتون ته ورکړل شول چې د هلمند ولایت اوسېدونکو د ستونزو د حل په برخه کې اغېزمن تمام شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۱۱:۲۳
Background image

کونړ ولایت کې د خصوصي روغتیايي سکتور او خوراکي توکو له پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

دغه نظارت د یاد ولایت په مرکز اسعد اباد ښار کې د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري ترسره شو، چې پایله کې يې ۳۸۷ کیلوګرامه درمل او ۴۹۵ کیلوګرامه له نېټې تېر او بې کيفيته. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۹:۲۸
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د حجاجو د روغتیایي معایناتو د بهیر همغږي

د ا.ا.ا د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د ۱۴۰۵ هـ ش کال حجاجو ته د روغتیایي خدماتو وړاندې کولو بهير کې د اسانتياوو په موخه د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ - ۹:۲۵
Background image

د ناروغانو د ښې درملنې په موخه د غزني عامې روغتیا ریاست ته ۳۳ قلمه بېلابېل درمل وسپارل شول

یاد درمل چې مجموعي قیمت يې (۹۶۲۵) ډالر کېږي، د PU-AMI مؤسسې ولايتي دفتر له لوري د غزني عامې روغتيا رياست ته وسپارل شول.

دغه درمل د غزني د عامې روغتیا رئیس، ډاکټر رسول خان نظري د پرله‌. . .

BACK TO NEWS