ننګرهار کې له زلزله ځپلو سره د درملو او نغدو پیسو مرستې وشوې

د یادو مرستو په لړ کې سنو فارما (Snow Pharma) د درملو تولیدي کمپنۍ د ۲۴ قلمه مهمو درملو مرسته، چې ارزښت یې ۶لکه او ۶۸زره افغانۍ کیږې، د حاجي ظاهر هدروګل د درملو خصوصي شرکت له بي بي فاطمة الزهرا ولایتي روغتون سره د ۱۰لکه افغانیو په ارزښت د درملو مرسته، چې یو شمېر نورو شرکتونو په کې هم برخه لرله، د پلیوا شرکت له لوري د ۵لکه او ۱۸زره افغانیو په ارزښت درملو مرسته، د کاموال راډيولوژي مرکز له لوري د زلزلې سلګونه ټپيانو ته وړیا د سي ټي سکین، ام ار ای او اکسری معایناتو مرسته، ننګرهار کې د یو شمېر سوداګرو او صنعتکارانو له لوري ټپيانو سره ۶ميليونه افغانۍ نغدي مرسته او د ننګرهار یو سوداګر په بي بي فاطمة الزهرا ولایتي او د انتاني ناروغیو روغتونونو کې د زلزلې له یو شمېر ټپیانو سره د شاوخوا پنځه سوه پنځوس زره افغانیو نغدي مرستې وکړې.