ننګرهار، هرات، سرپل او پروان ولایتونو کې د خوراکي توکو پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۰ - ۱۳:۵۴
moph

یاد نظارت د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري ترسره شو، چې پایله کې یې د جلال اباد ښار اړوند لومړۍ ناحیه کې خوراکي توکو پلورنځیو څخه ۱۵۰ کېلو ګرامه، د هرات درېیمې ناحیې اړوند بکرآباد سیمه کې ۶ قلمه، د سرپل په مرکز کې ۷۸ قلمه او د پروان په مرکز چاریکار او جبل السراج ولسوالۍ کې ۱۹ قلمه له نېټې تېر او بې کیفیته خوراکي توکي راټول او د له منځه وړلو په موخه اړوند ځایونو ته ولېږدول شول.

د څارنې او پلټنې مسؤلینو دغه راز، پلورونکو ته لارښوونه وکړه چې د بې کیفیته، نېټې تېر او غیر مجاز خوراکي توکو له پلور څخه ډډه وکړي، چې د سرغړونې په صورت کې به ورسره قانوني چلند ترسره شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۴:۴۴
Background image

د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو او ۲۱ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو وویل: دغه پروسه په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۴:۲۲
Background image

د کابل په ۶مه ناحیه کې ۹روغتیایي مرکزونه د خپل سري فعالیت او روغتیایي قوانینو څخه د سرغړونې له امله وتړل شول

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی ریاست اړوند د روغتیایي تاسیساتو د پلټنې ریاست مسؤلینو له لوري د کابل ولایت په ۶مه ناحیه کې له یو شمېر روغتیایي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو، چې. . .

BACK TO NEWS