د ۱۶ پایه هیمودیالیز ماشین او ۳ پایه د اوبو د تقطیر ماشین تړون ورکړې خبرتیا
Publish Date
Closing Date
د تدارکاتو قانون د دري څلویښتمې مادې د دوهمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې د عامې روغتیا وزارت اړوند د هیمودیالیز د پروژی د اړتیا وړ ۱۶ پایه هیمودیالیز ماشین او ۳ پایه د اوبو د تقطیر ماشین تړون د (آریا نور الشفا میدیکل کیر لمیتد) شرکت ته ورکړي، یاد شرکت (0101-10685) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (د ګل سرخ څلورلاری،کابل مرکز ، کابل افغانستان) کې دی. د تړون لومړنۍ بیه (18,770,000) اتلس میلیون واوه سوه اوه اویا زره افغانۍ ده.
د حقیقي او حکمي اشخاصو هر ډول نیوکو په صورت کې دوي کولای شي چې د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم خپله نیوکه په لیکلی بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپریدو له نیټې تر اوو تقویمي ورځو د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند د اجناسو او غیر مشورتی خدماتو تدارکاتو آمریت ته، چې د عامې روغتیا په څلور لارې کې موقعیت لري، وسپاري.
دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په مانا نده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړیدو به تړون نه لاسلیک کیږي.