د چاپیریال روغتیا ریاست له لوري د کابل ښار اړوند پنځلسمې ناحیې کې له یو شمېر رسټورانټونو څخه نظارت تر سره شو

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۰ - ۱۵:۲۳
MOPH

د یاد نظارت په ترڅ کې د رسټورانټونو مسؤلینو ته د حفظ الصحې د مراعت کولو په موخه لازمې سپارښتنې تر سره او ۲۵۰ تنو ته روغتیايي تعلیمات ورکړل شول.

همداراز، د بېلا بېلو اصنافو کارکوونکي د روغتیایي کارتونو تر لاسه کولو لپاره په جدي توګه د چاپیریال روغتیا ریاست ته وغوښتل شول او د ښار په یو شمېر مناسبو ځایونو کې روغتیایي لارښودونه نصب شول.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۲۴ - ۱۸:۲۷
Background image

د عامې روغتیا وزیر او د روغتیا نړیوال سازمان ترمنځ د پولیو پر له منځه وړلو مهمه ناسته

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر، ښاغلي ایډوین سنیزا، د یاد سازمان د پولیو برخې مشر ډاکټر محمد. . .

جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۲۴ - ۱۸:۱۲
Background image

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت یو پلاوي د درملو کیفیت ښه والي او تجربو ترلاسه کولو په موخه د ترکیې هېواد د درملو د تولید له یو شمېر فابریکو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس، الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي او مل پلاوي د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د ترکیې هېواد استانبول ښار په صنعتي پارکونو کې د My. . .

BACK TO NEWS