د پلان او پالیسۍ لوی ریاست له لوري د یوې غونډې په ترڅ کې د ولسوالیو په کچه د عمومي روغتونونو جوړېدو لپاره د لومړیتوبونو پر بنسټ عملیاتي پلان جوړ شو

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۴ - ۱۵:۵۸
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ لوی رئیس، ډاکټر سید رسول منګل په مشرۍ د پلان او برنامه ګزارۍ ریاست د استازو او اړونده مسؤلینو په شتون کې د روغتیايي خدمتونو د پراختیا او ولسوالیو په کچه د عمومي روغتونونو د جوړېدو په موخه د عملي اقداماتو غونډه ترسره شوه، چې په کې د هغه لیستونو ارزونه وشوه، چې د ولسوالیو په کچه د عمومي روغتونونو د جوړېدو لپاره په کې سیمې مشخصې شوې وې.

د دغه معلوماتو پر بنسټ یو تفصیلي عملیاتي ترتیب شوی، چې له مخې به یې د روغتونونو د جوړېدو بهیر چټک او لا ښه شي.

په دې غونډه کې دغه راز پرېکړه وشوه، چې د روغتونونو د جوړېدو چارې دې ژر تر ژره پیل شي، اړونده ادارې دې د پلان پلي کولو لپاره بېړني، عملي او همغږي ګامونه پورته کړي او د چارو د نظارت، ارزونې او راپور ورکولو پروسه دې هم فعاله وساتل شي؛ تر څو د پلان تطبیق دقیق او لا مؤثر وي.

یاد عملیاتي پلان د ساحوي اړتیاوو، جغرافیوي توازن او تخنیکي معیارونو پر بنسټ جوړ شوی، چې له مخې به یې د ولسوالیو محرومو سیمو ته لومړیتوب ورکول کېږي.

د یادونې وړ ده، د عامې روغتیا ژمن دی، چې د روغتیايي خدمتونو پراخوالي ته لا چټک او مؤثر ګامونه واخلي او دا پلان د همدغې ژمنتیا یوه واضحه بېلګه ده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۳۳
Background image

په کابل کې د ۵۷ زره ډالرو په ارزښت د روغتیايي خدماتو د پیاوړتیا تړون لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري د کابل ولايت اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له AIL مؤسسې سره د (۵۷۱۳۶) د اووه پنځوس زره یو سل شپږ دېرش ډالرو په ارزښت تړون. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۵:۱۵
Background image

په جوزجان کې د ۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د منګجيک ولسوالۍ روغتون د جوړېدو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي جوزجان ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د څه باندې ۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د منګجيک ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړېدو. . .

BACK TO NEWS