د پروان ولایت د عامې روغتیا مخکینی رئیس، مولوي امدادالله امداد د کاپیسا د عامې روغتیا د رئیس په توګه او د کاپیسا ولایت د عامې روغتیا مخکینی رئیس، ډاکټر نیاز محمد مخلص د پروان د عامې روغتیا رئیس په توګه وګمارل شول

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۱ - ۱۵:۱۹
moph

د ا.ا.ا د مشرتابه او د عامې روغتیا وزارت د لزوم دید پر بنسټ، دا رئیسان د عامې روغتیا وزارت د مقام دفتر لوی رئیس، ښاغلي الحاج شیخ محمد طاهر (حلیم) له لوري د یوې غونډې په ترڅ کې معرفي شول.

ښاغلي شیخ محمد طاهر (حلیم) د نړۍ په نظامونو کې تغیر او تبدیل، په ځانګړې توګه د ا.ا.ا په نظام کې د ښې حکومتولۍ یو اصل وګاڼه او ویې ویل: «د مشرتابه د لزوم دید پر بنسټ، نوموړي رئیسان کولای شي، چې د عامې روغتیا وزارت د وړاندیز او د ا.ا.ا د ریاست الوزراء عالي مقام د منظورۍ سره سم روغتیا سکټور کې خپلې نوې دندې په منظم ډول پر مخ یوسي

دغه راز، د عامې روغتیا وزارت د طبي شورا لوی رئیس، ډاکټر فقیر محمد (زیار) د خپلې وینا پر مهال، د نویو رئیسانو معرفي کول روغتیا برخه کې یو بنسټیز کار وباله او زیاته یې کړه: «موږ دواړو رئیسانو ته د خدای تعالی څخه په چارو کې د بریالیتوب هیله څرګندوو

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۲۴ - ۱۸:۲۷
Background image

د عامې روغتیا وزیر او د روغتیا نړیوال سازمان ترمنځ د پولیو پر له منځه وړلو مهمه ناسته

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر، ښاغلي ایډوین سنیزا، د یاد سازمان د پولیو برخې مشر ډاکټر محمد. . .

جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۲۴ - ۱۸:۱۲
Background image

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت یو پلاوي د درملو کیفیت ښه والي او تجربو ترلاسه کولو په موخه د ترکیې هېواد د درملو د تولید له یو شمېر فابریکو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس، الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي او مل پلاوي د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د ترکیې هېواد استانبول ښار په صنعتي پارکونو کې د My. . .

BACK TO NEWS