د وقایوي طب او ساري ناروغیو د کنټرول عمومي رئیس کاپیسا ولایت ته سفر تر سره کړ

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۱ - ۱۶:۱۰
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د وقایوي طب او ساري ناروغیو د کنټرول عمومي رئیس، ډاکټر حیدر خان حیدر کاپیسا ولایت ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت د عامې روغتیا له رئیس، ډاکټر نیاز محمد مخلص سره لیدنه ترسره کړه

په دې لیدنه کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو، واکسین خدمتونو او د ساري ناروغیو د کنټرول او وقایې اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.

 ډاکټر حیدر خان حیدر یاد ولایت ته د سفر په ترڅ کې روغتونونه، روغتیایي مرکزونه او د عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت آمریت له نږدې وکتل او د دغه ولایت روغتیايي کارکوونکو د فعالیتونو ستایلو سربېره یې مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه، چې د ناروغانو روغتیایې ستونزو د حل او درملنې په برخه کې له هیڅ ډول هڅو او کوښښونو درېغ ونه کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۳:۳۴
Background image

ننګرهار ولایت کې د ختیځ په کچه د جذام (ليپروسي) ناروغۍ د درملنې مرکز پرانیستل شو

دغه مرکز د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، الحاج مولوي امین الله شریف او یو شمیر نورو مسؤلینو په شتون کې د PMS جاپان مؤسسې په مالي ملاتړ پرانیستل شو.

د ننګرهار عامې روغتیا رئیس د یاد مرکز پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۲۷
Background image

د بدخشان ولایت د شغنان ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو، مالي او حسابي او پلان او پالیسۍ ریاستونو او ۸ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو. . .

BACK TO NEWS