د فراه ولایت د عامې روغتیا ریاست د امبولانس امریت ودانۍ د بیارغونې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۵:۲۷
MOPH

یاده پروژه د فراه ولایت د عامې روغتیا رئیس، مولوي شیخ میر صدام د پرله‌ پسې هڅو په پایله کې بشپړه شوه، چې موخه یې د امبولانس امریت د کاري چاپېریال ښه کول، د ودانۍ ساتنه او د خدمتونو کیفیت لوړول دي.

د فراه ولایت د عامې روغتیا ریاست ژمن دی، چې له شته امکاناتو څخه په اغېزمنه استفاده، د شفافیت او حساب‌ ورکولو اصلو په مراعتولو سره د روغتیايي خدمتونو ښه والي او پراختیا لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي او خلکو ته پر وخت معیاري روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.

د یادونې وړ ده، چې د دې ډول ودانیو بیارغونه خلکو ته د بېړنیو روغتیايي اړتیاوو د پوره کولو لپاره په یو ارام، خوندي او مناسب چاپېریال کې د لا اغېزمنو خدمتونو وړاندې کولو زمینه برابروي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۵:۴
Background image

د کونړ ولايت روغتیايي مرکزونو ته ۵۳ قلمه طبي او غیرطبي تجهیزات او درمل ووېشل شول

د کونړ ولایت عامې روغتیا ریاست په هڅو او د یونیسيف ادارې په مالي ملاتړ د ۲۱.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت ۵۳ قلمه طبي او غیرطبي تجهیزات او درمل د دغه ولایت روغتیايي مرکزونو ته ووېشل شول.

. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۴:۵۹
Background image

هلمند ولایت کې څه باندې ۱۱ ټنه قاچاقي او غیرقانوني درمل او خوراکي توکي له منځه یووړل شول

د هلمند ولایت عامې روغتیا ریاست د نظارتي فعالیتونو او د امنیتي او استخباراتي ادارو په همکارۍ د تېرو ۳ اوونیو په ترڅ کې څه باندې ۱۱ ټنه قاچاقي درمل او ۳۵۰ کیلوګرامه خوراکي توکي راټول او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۷ - ۱۱:۲۷
Background image

د ۱۴۰۵ کال لپاره د «افغانستان روغتیا» ملي او نړیوال نندارتون د جوړېدو په موخه د همغږۍ لومړنۍ ناسته ترسره شوه

ياده ناسته د خوړو خوندیتوب لوی رئیس، ډاکټر نعیم‌الله ایوبي په مشرۍ د اړوندو مسؤلینو په شتون کې ترسره شوه، چې د نندارتون د عملیاتي پلان، د جوړېدو څرنګوالي او تر دې دمه د ياد نندارتون په. . .

BACK TO NEWS