د فراه د عامې روغتیا ریاست اړوند د روږدو درملنې ۸۰ بستریز روغتون کې ۴۶ تنه روږدي ناروغان له بشپړې درملنې وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل شول

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۳ - ۱۳:۵۱
MOPH

د فراه د عامې روغتیا رئیس، مولوي شیخ میر صدام وویل: دغه ۴۶ تنه روږدي د ۴۵ ورځنۍ درملنې وروسته د روږدو درملنې ځانګړي ۸۰ بستریز روغتون څخه رخصت او خپلو کورونو ته استول شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د دغو کسانو د بیا روږديتوب څخه د مخنیوي او د کارموندنې په موخه به ۴۰ تنو ته د درې میاشتنیو مسلکي روزنيزو پروګرامونو له لارې د نلدوانۍ، برېښنا، د لمرېزې برېښنا سیسټمونو نصبولو او د موټر سایکل ترمیم برخو کې زده کړې ورکړل شي، چې له فراغت وروسته به ورته د کار وسایل هم ووېشل شي.

همدارنګه، د فراه د روږدو درملنې ۸۰ بستریز روغتون مسؤل، استاد درویزه رسا وویل: د هغو کسانو سربېره چې په دغه روغتون کې یې درملنه شوې، ۸۰ کسان اوس مهال په روغتون کې، ۲۰ تنه نور په خپلو کورونو کې تر درملنې لاندې دي او ۷۰۰ تنه هغه چې له دې روغتون څخه مخکې رخصت شوي، د دوو پنځه کسیزو ټیمونو له لوري د یو کال لپاره په دوامداره توګه څارل کېږي.

د یادونې وړه ده، چې له دغه روغتون څخه رخصت شوي کسان به د یو کال لپاره د دوو پنځه کسیزو ټیمونو تر څارنې او نظارت لاندې وي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۲:۴۱
Background image

د عامې روغتیا وزیر د سیمې د روغتیايي مشرانو سره پر لیکه غونډه ترسره کړه

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او قطر هېواد د عامې روغتیا وزیرانو، د روغتیا نړیوال سازمان د ختیځې مدیترانې حوزې مشرې اغلې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۶ - ۱۱:۴۷
Background image

خوست ولایت کې له خصوصي روغتیایي سکټور، د خوراکي توکو له یو شمېر تولیدي کارخونو او عمده پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

یاد نظارت د خوست د عامې روغتیا ریاست مسؤلینو له لوري ترسره شو، چې پایله کې یې پنځه درملتونونه د غیر قانوني فعالیت، دوه روغتیایي کتنځایونه، یوه اکسری خونه او پنځه لابراتوارونه د قانوني د. . .

BACK TO NEWS