د عامې روغتیا وزیر د مالیزیا هیواد د چارواکو سره ولیدل

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۵:۲۴
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکتر قلندر عباد په خپل کاري دفتر کې د مالیزیا هېواد د بهرنیو چارو په وزارت کې د مرکزي او سویلي آسیا له رئیسې، اغلې ډاکټر شازلینا زین العابدین، د لومړي وزیر د دفتر له مشاور راملان عبدالمالک او مل پلاوي سره  لیدنه ترسره کړه.

 

په دې لیدنه کې د روغتیايي سیستم د پیاوړتیا، افغان روغتیايي پرسونل د ظرفیت لوړولو، دوه اړخیزه همکارۍ او د روغتیا په برخه د مالیزیا هېواد د ونډې اخېستو اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد د هېواد لرې پرتو سیمو ته د روغتیايي خدمتونو رسول د دې وزارت له بنسټیزو دندو وباله او ویې ویل، موږ په تېرو دوو کلونو کې د روغتیا په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې لرلې او اړتیا ده د روغتیایي سیستم د پیاوړي کېدو لپاره لا هڅې وکړو، چې په همدې موخه یې د مالیزیا هېواد ونډه اړینه وبلله او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو غوښتونکی شو.

ښاغلي وزیر همداراز وویل، موږ اوسمهال په ټول هېواد کې ۱۱ زره فعال بسترونه لرو او اړتیا لیدل کېږي؛ تر څو د معیاري روغتیايي خدمتونو رسولو په موخه دغه شمېر ۴۵ زره بسترونو ته لوړ او تر څنګ یې په بېلا بېلو روغتیايي څانګو کې افغان متخصصین وروزو؛ ترڅو وکړای شو ټولو هېوادوالو ته معیاري روغتیايي خدمتونه وړاندې کړو.

له بل لوري د مالیزیا هېواد استازو د افغان متخصصینو د روزنې او د روغتیا په برخه کې د دوامداره مرستو او همکارۍ ډاډ څرګند کړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۵:۵۱
Background image

د ننګرهار عامې روغتیا ریاست ته ۲۹ قلمه درمل وسپارل شول

یاد درمل د یونیسف نړيوالې ادارې له لوري د روان میلادي کال دوهمې ربعې لپاره د ننګرهار سیمه‌ییز تخصصي او د ولسوالیو روغتونونو کې د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو په موخه د ننګرهار عامې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۵:۴۷
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د سرحدي بندرونو کارکوونکو ته د ساري ناروغیو په برخه کې روزنیز ټرېننګ ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی ریاست له لوري د تورخم فرضي کرښې او اسلام قلعه بندر روغتيايي کارکوونکو ته کابل کې د ساري ناروغیو د څارنې، مخنیوي او کنټرول په برخو کې د کارکوونکو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۵:۴۰
Background image

بلخ ولایت کې د خصوصي روغتیايي سکتور او د خوراکي توکو له پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

ياد نظارت د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري د تېر يو کال په ترڅ کې د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې له (۹۷۱) درملتونونو، (۱۳۳) لابراتوارونو، (۲۴۸) د درملو عمده پلورنځيو. . .

BACK TO NEWS