د عامې روغتیا وزیر د قطر هیواد سفارت له استازو سره لیدنه تر سره کړه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۶ - ۱۵:۴
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د قطر هیواد سفارت له استازو، ښاغلي یوسف عبدالله المهندي او ښاغلي مردف القاشوطي سره لیدنه ترسره کړه.

په دې لیدنه کې د قطر هېواد له لوري په کندهار ولایت کې د میرویس حوزوي روغتون د پراختیا، په عینو مېنه کې د ۴۰۰ بستریز روغتون د جوړېدو او د افغانستان روغتیايي سکتور سره د قطر هېواد د مرستې او همکارۍ اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د افغانستان د روغتیايي برخې  پیاوړتیا لپاره د نړیوالو په ځانګړي توګه د قطر هېواد همکاري اړینه وګڼله او په دې برخه کې د یاد هېواد د همکارۍ غوښتونکی شو.

له بل لوري د یاد هېواد استازو په روغتیايي برخه کې د بشپړې همکارۍ ډاډ څرکند کړ او په نږدې راتلونکي کې یې په کندهار ولایت کې د میرویس حوزوي روغتون د پراختیایي چارو د پیل او په عینو مېنه کې د ۴۰۰ بستریز روغتون د جوړېدو ډاډ څرګند کړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۶:۰
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د نورستان لپاره د څه باندې ۵ میلیونه ډالرو روغتیايي تړون لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري د نورستان ولايت اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له ARSDO مؤسسې سره د (۵۰۷۲۵۶۱) پنځه میلیونه دوه اویا زره پنځه سوه یو شپېته. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۰ - ۱۵:۵۳
Background image

د فراه په شيخ ابونصر فراهي بندر کې ۴۰ کارټنه بې کیفیته درمل له منځه يوړل شول

د فراه عامې روغتیا رياست د خوړو او درملو امر، ميا جان حسنزي وويل: افغانستان ته له چين هېواد څخه را وارد شوي ۴۰ کارټنه بې کیفیته اوکسي تتراسکلین کپسول د ګډ پلاوي په شتون کې له منځه يوړل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۶:۷
Background image

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزارت له لوري د تلسیمیا ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د وزارت مرکزي رئیسانو او د رسنیو استازو ګډون کړی و.

د روغتیايي. . .

BACK TO NEWS