د عامې روغتیا وزیر د خاص کونړ په ځانګړي روغتیایي مرکز کې د زلزله‌ځپلو د خدماتو بهیر وڅېړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۰:۲۸
moph

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي د کونړ ولایت د خاص کونړ ولسوالۍ په نظامي قرارګاه کې د تېر زلزلې له امله زیانمنو شویو ته د وړاندې کېدونکو خدماتو له ځانګړي روغتیایي مرکز څخه لیدنه وکړه

په یاده لیدنه کې د عامې روغتیا ښاغلي وزیر د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو او د مرستو د وېش بهیر ارزونه وکړه او اړوندو مسؤلینو ته یې د ورسپارل شویو مسؤلیتونو د غوره او پر وخت ترسراوي سپارښتنې وکړې؛ ترڅو د زلزله ځپلو ستونزو ته پر وخت رسېدنه ترسره او اړتیاوې یې پوره شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۴:۳۳
Background image

د بغلان ولایت د ډنډغوري ولسوالۍ عمومي روغتون او پروان ولایت شینواري ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو رئیس، ښاغلي محمد یونس غالب، د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو او د ۱۱ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

په همدې موخه جوړه شوې ناسته کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۱:۲۷
Background image

لغمان، نورستان او کونړ ولایتونو کې د پولیو واکسین ۷ ورځنی کمپاین پیل شو

دغه کمپاین د عامې روغتیا وزارت د پولیو له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز رئیس، ډاکټر عبدالقدوس بریالي او یو شمېر مسؤلینو په شتون کې پیل شو، چې په تطبیق سره به یې یادو ولایتونو کې تر. . .

BACK TO NEWS