د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد په خپل کاري دفتر کې د ملگرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې له استازي، ښاغلي لیونارډ زیلو سره لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱/۲ - ۹:۳۹
MOPH

په دې لیدنه کې د بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره د نویو روغتیايي مرکزونو پر جوړېدو بحث او خبرې ترسره شوې

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد په کور دننه مېشتو هېوادوالو ته د روغتیايي خدمتونو رسولو تر څنګ بېرته راستنېدونکو هېوادوالو ته د غوره روغتیايي خدمتونو رسول د دې وزارت دنده وبلله، او په همدې موخه یې د یادې ادارې همکاري اړینه وبلله.

له بل لوري د یادې ادارې استازي په دې برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ او د دې ادارې په دوامداره همکاریو یې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۱۵:۹
Background image

د عامې روغتیا وزارت د ولایتونو همغږۍ رئیس د شمالي ولایتونو له مسؤلینو سره آنلاین ناسته وکړه

د عامې روغتیا وزارت د ولایتونو همغږۍ رئیس، ډاکټر فضل الهي علیزي د کندز، تخار، سرپل، جوزجان، سمنګان، بلخ، فاریاب، بدخشان او بغلان ولایتونو د عامې روغتیا مسؤلینو سره آنلاین لیدنه تر سره. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۱۰:۱۳
Background image

ننګرهار حوزوي روغتون سره ۳۴۷ او بي بي فاطمة الزهرا ولایتي روغتون سره د ۱۵۵ کارتنه درملو مرسته وشوه

یاده مرسته د زلزلې له ټپیانو سره د همدردۍ په موخه د سره صلیب نړیوالې کمیټې (ICRC) له لوري د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، مولوي امین الله شریف ته وسپارل شوه، چې د ټپیانو په درملنه کې به. . .

BACK TO NEWS