د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي چین هېواد ته د خپل رسمي سفر په لړ کې د سنتي طب نړیوال کنفرانس کې ګډونوالو ته خپله وینا ترسره کړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۴ - ۱۵:۲۲
MOPH

په دې کنفرانس کې چې موخه یې د سنتي طب برخه کې د تجربو او لاسته راوړنو شریکول و، د بېلا بېلو هېوادونو د روغتیا وزیرانو، مرستیالانو، څېړونکو او د یو شمېر مؤسسو استازو ګډون درلود.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په سیمه کې د سنتي طب په برخه کې د روغتیا نړیوال او شنګهای د همکاریو سازمانونو همکاري اړینه وبلله او ویې ویل: "په افغانستان کې باید د سنتي طب برخه معیاري او د عصري طبابت برخه وګرځي او د دې برخې علاقمندانو ته معیاري تدریسي کریکولم جوړ شي".

د عامې روغتیا وزیر دغه راز د سنتي طبابت برخه کې د  چین او افغانستان تر منځ په دوه اړخیزه همکارۍ ټینګار وکړ؛ ترڅو د ظرفیت جوړونې، تجاربو شریکولو او په دې برخه کې د شریکو څېړنو زمینه برابره شي.

د یادونې وړ ده، چې اوسمهال د عامې روغتیا وزارت په تشکیل کې د سنتي طب څانګه جوړه شوې چې د دې برخې طبیبانو د کارونو د اصلاح  او ښه والي په موخه د پالیسیو او لارښودونو په جوړولو کار کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۴:۳۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، مفتي عبدالقدوس هاشمي په خپل کاري دفتر کې د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) له تخنیکي استازو سره ليدنه وکړه

په دې لیدنه کې د هېواد په سرحدي سیمو کې د فعالو روغتیايي ټیمونو د فعالیتونو د لا ښه همغږۍ، د عامې روغتیا وزارت د سرويلانس له څانګې سره د همکارۍ او په DHIS2 سیستم کې د روغتيايي معلوماتو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۴:۳۲
Background image

د کندهار ولایت په میوند ولسوالۍ کې د ملاریا، لشمانیا او ډینګي ناروغیو مخنیوي په موخه د دواپاشۍ کمپاين پیل شو

دغه کمپاين د عامې روغتیا وزارت د ملاریا عمومي پروګرام په هڅو پیل شوی، چې موخه یې د ناروغیو د لېږدوونکو حشراتو له منځه وړل او د خلکو روغتیا خونديتوب دی، چې د سپین بولدک، ژړۍ او پنجوایي. . .

BACK TO NEWS