د عامې روغتیا وزارت څارنې او پلټنې ریاست په ملي کچه د شواهدو او تصمیم نیونې په اساس د ارقامو راټولولو او تحلیل په موخه اړوندو ادارو سره ناسته ترسره کړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۸ - ۱۱:۲۳
moph

په دې ناسته کې د عامې روغتیا وزير ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د وزارت مرکزي او ولایتي رییسانو، د روغتیا نړیوال سازمان استازو، یونیسیف ادارې مسؤلینو او روغتیايي کارکوونکو شتون درلود.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي بېړنیو پېښو ته د رسېدو، تصمیم نیونې، د چارو اغېزمنتیا، د منابعو ضایع کولو او ساري ناروغیو د کنټرول برخو لپاره د کره معلوماتو راټولول او د هغې تحلیل یو مهم امر وباله او له همکارو ادارو یې وغوښتل، چې په دې برخه کې د روغتیا وزارت سره هر اړخیزه همکاري وکړي.

ښاغلي وزیر همداراز، د ناروغیو وقایې او مخنیوي، د واکسین تطبیق په زیات پوښښ، چارو کې په شفافیت او لا زیاتې همغږۍ ټینګار وکړ او له اړوندو مسؤلینو یې وغوښتل، چې په دې برخو کې اړین اقدامات ترسره کړي.

دغه راز، د عامې روغتیا وزارت څارنې او پلټنې لوی رییس، ډاکټر عنایت الله عنایت د یو پریزنټېشن په ترڅ کې د روغتیا سیسټم اوسني وضیعت او د هغه ناروغیو مخنیوي په اړه معلومات وړاندې کړل، چې له ډلې یې پنځه ډوله ناروغۍ زیاتې خپرېدونکي دي او له روغتیايي مسؤلینو یې وغوښتل، چې د یادو ناروغیو د مخنیوي لپاره د یو جامع پلان جوړولو او تطبیق برخه کې د دغه ریاست سره همکاري وکړي.

سربېره پر دې د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسیف ادارې استازو د ذکر شویو موضوعاتو اړوند خبرې ترسره او روغتیا وزارت ته یې په دې برخه کې د دوامداره همکاریو ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۲۴ - ۱۸:۲۷
Background image

د عامې روغتیا وزیر او د روغتیا نړیوال سازمان ترمنځ د پولیو پر له منځه وړلو مهمه ناسته

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر، ښاغلي ایډوین سنیزا، د یاد سازمان د پولیو برخې مشر ډاکټر محمد. . .

جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۲۴ - ۱۸:۱۲
Background image

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت یو پلاوي د درملو کیفیت ښه والي او تجربو ترلاسه کولو په موخه د ترکیې هېواد د درملو د تولید له یو شمېر فابریکو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس، الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي او مل پلاوي د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د ترکیې هېواد استانبول ښار په صنعتي پارکونو کې د My. . .

BACK TO NEWS