د عامې روغتیا وزارت پلان او پالیسۍ لوی ریاست له لوري د پراختیايي پروژو برخه کې د لا زیاتې همغږۍ په موخه ناسته ترسره شوه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۹ - ۱۶:۱۱
MOPH

یاده ناسته د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، مرکزي رییسانو او پراختیايي پروژو د مسؤلینو په شتون کې ترسره شوه.

په دې ناسته کې د بودجې او پراختیايي پروژو د مصارفاتو په اړه د عمومي معلوماتو، د پراختیايي پروژو برخه کې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال له پیل تر پایه د احتمالي مصارفاتو، د پراختیايي پروژو مسؤلینو له لوري د یو لنډ راپور ورکولو، په پروژه واره توګه د پراختیايي پروژو د مصارفو په اړه د تشریحاتو او د اړوندو ادارو ترمنځ لا زیاتې همغږۍ اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي له اړوندو مسؤلینو وغوښتل، چې خپلو مسؤلیتونو او زیاتې همغږۍ ته په پاملرنې شته بودجه د پراختیايي پروژو برخه کې په اغېزمنه توګه وکاروي؛ ترڅو هېوادوالو ته په معیاري توګه روغتیايي خدمات وړاندې شي.

بل لور د روغتیا په برخه کې د پراختیايي پروژو مسؤلینو د مصرف شوې بودجې په اړه د راپورونو د تشریح کولو سربېره خپلې ستونزې او وړاندیزونه د روغتیا وزارت له رهبرۍ سره شریک کړل او د دوه اړخیزې همکارۍ ډاډ یې څرګند کړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۳:۳۶
Background image

د تخصصي او ثالثي روغتونونو د ډیپارټمنټونو د شف بستونو لپاره تقریري ازموینه واخیستل شوه

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي، د مسلکي کمېټې غړو او د اکمال تخصص لوی ریاست د مسؤلینو په شتون کې د تخصصي روغتونونو د ډیپارټمنټونو د شف بستونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۳:۲۵
Background image

د بلخ ولايت په حوزوي روغتون کې د ملاریا ناروغۍ د تشخیص یو مجهز لابراتوار فعال شو

دغه مجهز او معیاري لابراتوار چې د بلخ عامې روغتیا ریاست په ملاتړ فعال شو، د ملاریا ناروغۍ د دقیق او پر وخت تشخیص، د ناروغانو معیاري درملنې او د روغتیايي خدمتونو کیفیت لوړولو برخه کې به. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۳:۲۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د انتاناتو کنټرول او مخنیوي (IPC) برخه کې د استادانو روزنې (TOT) څلور ورځنی روزنیز پروګرام ترسره شو

د دې پروګرام موخه په مرکز کابل کې د رابعه بلخي، اندراګاندي د ماشومانو درملنې او استقلال روغتونونو او همدارنګه، د ننګرهار، هرات، فاریاب او پکتیا ولایتونو د روغتیايي کارکوونکو د علمي او. . .

BACK TO NEWS