د عامې روغتیا وزارت له لوري د ۴۰ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د وزیر محمد اکبر خان تخصصي او ثالثي روغتون د نیمه پاتې ودانۍ د جوړولو چارې بیا پیل شوې
په همدې مناسبت جوړو شوو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي، د وزارت مرکزي رئیسانو، د وزیر محمد اکبر خان تخصصي او ثالثي روغتون مسئولینو، ډاکټرانو او روغتیايي کارکوونکو ګډون کړی و.
د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي، د مراسمو پر مهال وویل؛ چې د وزیر محمد اکبر خان تخصصي او ثالثي روغتون د یوې څلور پوړیزې ودانۍ د جوړولو چارې، چې له تېرو شپږو میاشتو راهیسې نیمګړې پاتې وې، د عامې روغتیا وزارت له لوري د ۴۰ میلیونه افغانیو په مالي لګښت بیا پیل شوې او په راتلونکو دوو میاشتو کې به یې چارې بشپړې او د ګټې اخیستنې لپاره چمتو شي.
ښاغلي صدیقي همدارنګه څرګنده کړه، چې په دې ودانۍ کې به مجهزې عملیات خونې، پرمختللې تشخیصیه څانګه او معیاري بسترونه فعال شي، چې په فعالیت سره به یې د روغتون د روغتیايي خدمتونو کیفیت لوړ او ناروغانو ته به لا غوره او معیاري روغتیايي اسانتیاوې برابرې شي.
