د عامې روغتیا وزارت د وینې ملي بانک له لوري د ننګرهار سیمه ییز روغتون د وینې بانک سره د ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د وسایلو او لابراتواري موادو مرسته وشوه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱ - ۹:۱۲
MOPH

یاده مرسته چې د ننګرهار د عامې روغتیا رئیس، مولوي امین الله شریف په وړاندیز د عامې روغتیا وزارت د وینې مرکزي ملي بانک له لوري د ننګرهار سیمه ییز تخصصي روغتون د وینې بانک سره وشوه، پکې اړین وسایل او مواد شامل وو، چې په اړوندو برخو کې به اسانتیاوې رامنځته کړي.

د وینې بانک امر ډاکټر نور زاد خان وویل، په دغو وسایلو او موادو کې د وینې اخیستلو پاکټونه، Strip HB Meter، ټيوبونه، د وینې ګروپ معلومولو او د وینې څخه د پلازما او پلټيلیټ جدا کولو انټي سیرا، ډيف سنټرفیوژ او نور اړین مواد شامل دي، چې د اړتیا پر مهال به ترې لازمه ګټه اخیستل کېږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۸:۵۷
Background image

د عامې روغتیا وزارت د مرکزي ادارو او دوهمي واحدونو لپاره د ۲۷ قلمه تنظیفاتي موادو د افر پرانیستې پروسه تر سره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو رئیس، مالي او اداري ریاستونو او یو شمېر لوژستیکي شرکتونو د استازو په شتون کې تر سره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو رئیس، استاد محمد یونس. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۵:۲
Background image

د سمنګان ولایت د دوو روغتونونو لپاره د لمریزې برېښنا پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د سمنګان ولایت د دره صوف بالا او دره صوف پایین ولسوالیو روغتونونو لپاره د لمریزې برېښنا سیسټم دوه پروژې د (UNDP) په مالي ملاتړ سره د درې سوه زره (300,000) امریکایي ډالرو په لګښت ګټې. . .

BACK TO NEWS