د عامې روغتیا وزارت د نړیوالو اړیکو، مرستو د همغږۍ او انسجام ریاست کې د هیلت کلستر له استازو سره د اغېزمنې همغږۍ او همکارۍ په موخه ناسته ترسره شوه
په دې ناسته کې چې د عامې روغتیا وزارت د نړیوالو اړیکو، مرستو د همغږۍ او انسجام رئیس مولوي محمد داوود منصوري، د روغتیایي پراختیا او پالیسۍ معینیت مشاور ډاکټر ذاهدالله رسولي د ویاندویۍ، اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس ډاکټر شرافت زمان او د هیلت کلستر استازو ګډون درلود، روغتیا برخه کې د همکارو ادارو ترمنځ پر لازمې او اغېزمنې همغږۍ، د بېړنیو پېښو پر مهال د ګډې همکارۍ، د معلوماتو شریکولو پر څرنګوالي، د ګډو هڅو د پیاوړتیا او د اړینو اجراآتو ترسره کولو په اړه هر اړخیز بحث او خبرې ترسره شوې.
د ناستې ګډونوالو ټینګار وکړ، چې د همغږۍ پیاوړتیا به د روغتیايي خدمتونو د کیفیت په ښه والي، د لازمو فعالیتونو په تر سراوي او د اړتیا وړ مرستو پر وخت رسولو کې مهم رول ولوبوي.
