د عامې روغتیا وزارت د نظارت رئیس، ډاکټر کریم الله حلیمي او مل تخنیکي ټیم نیمروز ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له عامې روغتیا ریاست څخه نظارت ترسره کړ
یاد نظارت چې موخه یې د روغتیایي خدمتونو کیفیت لوړل، هېوادوالو ته په معیاري توګه د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول او چارو کې شفافیت دی، پر مهال یې ډاکټر کریم الله حلیمي او مل تخنیکي ټیم له یاد ریاست څخه لیدنه وکړه، د مسؤلینو چارې یې وستایلې، شته ستونزې او نیمګړتیاوې یې په نښه او حل په موخه یې اړوندو مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وکړې؛ څو هېوادوالو ته معیاري او با کیفیته خدمات وړاندې شي.
