د عامې روغتیا وزارت د مرکزي ریاستونو او امریتونو د تېرې میاشتې فعالیتونو او لاسته راوړنو د ارزونې غونډه ترسره شوه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۲ - ۱۵:۳۸
moph

په دې غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د وزارت مرکزي رئیسانو او امرینو ګډون کړی و.

د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، د یادو ادارو د فعالیتونو ارزونې د اهمیت په اړه خبرې وکړې او د روغتیایي خدمتونو په ښه والي یې ټینګار وکړ.

دغه راز مرکزي رئیسانو، په بېلا بېلو برخو (لومړنیو روغتیايي خدمتونو، واکسیناسیون، روغتیايي مرکزونو تجهیز او د روغتیا عامه پوهاوي برنامو) کې د شویو پرمختګونو په اړه خپل کاري راپورونه وړاندې کړل.

د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال،  د اړوندو مسؤلینو کاري راپورونو د اورېدو ترڅنګ ژمنه وکړه، چې د عامې روغتیا وزارت رهبري به د ننګونو په حل کې له هېڅ ډول هڅو درېغ ونه کړي.

 ښاغلي مرستیال همداراز، د ننګونو د حل لپاره د اړوندو برخو مسؤلینو ته اړینې لارښوونې وکړې او د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو بهیر په ښه والي او د بېلا بېلو برخو ترمنځ د همکارۍ پر پیاوړتیا یې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۲:۸
Background image

په بامیان، فراه، بادغیس او کونړ ولایتونو کې د کانګو ناروغۍ خپرېدو مخنیوي په موخه د وقایې او عامه پوهاوي کمپاین پیل شو

دغه کمپاین د روغتیايي ټیمونو او اړوندو کارکوونکو په همکارۍ پیل شوی، چې ترڅ کې يې قصابانو، مالدارانو او نورو عامو هېوادوالو ته د کانګو ناروغۍ د خطرونو، لېږد لارو او مخنیوي په اړه عامه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۲:۳
Background image

د هلمند ولایت په لښکرګاه ښار کې نوی بشپړ روغتیايي مرکز ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار اړوند د احمدشاهي مېنې نوی بشپړ روغتیايي مرکز د ۲۴ میلیونه او ۸۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د یاد روغتیايي مرکز پرانیستې مراسمو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۱:۵۹
Background image

د هلمند ولایت د نهرسراج ولسوالۍ اړوند د یخچال سیمې نوی بشپړ روغتیايي مرکز د ۲۵ میلیونه او ۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د یاد روغتیايي مرکز پرانیستې مراسمو کې چې د هلمند والي مولوي امان‌ الدین منصور، د عامې روغتیا رئیس ډاکټر نقیب الله فاتح او یو شمېر نورو مسؤلینو شتون درلود، د عامې روغتیا رئیس وویل: د. . .

BACK TO NEWS