د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي ملا بخت‌ الرحمن شرافت بلخ ته د سفر په ترڅ کې د روغتیا نړیوال سازمان او تطبیق کوونکو مؤسسو له مسؤلینو سره غونډه تر سره کړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۳:۴۶
MOPH

په دې غونډه کې د بلخ د عامې روغتیا رئیس، الحاج رحمت‌ الله منصور او د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست مدیريتي ټيم هم ګډون درلود، چې په کې د روانو پروګرامونو، ستونزو، لاسته راوړنو او راتلونکو پلانونو په اړه هر اړخیز بحث او خبرې وشوې

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، روغتیا برخه کې پر ګډ کار او لا زیاتې همغږۍ ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې د هېواد د ابادۍ او پر مختګ لپاره باید ټول ګډې هڅې وکړو؛ تر څو د هېواد په رغونه او پر مختګ کې خپل مسؤلیت ادا کړو.

دغه راز، الحاج رحمت‌ الله منصور د عامې روغتیا ریاست او تطبیق کوونکو مؤسسو ترمنځ د همغږۍ پر اهمیت وینا تر سره او زیاته یې کړه، چې د ازموینو، هوکړه لیکونو او نورو اړوندو برخو ته دې جدي پاملرنه وشي او معلومات دې وخت په وخت د عامې روغتیا ریاست سره شریک کړای شي

بل لور، د تطبیق کوونکو مؤسسو مسؤلینو خپلې لاسته راوړنې، تجربې او د پروژو پرمختګونه له ګډونوالو سره شریک او د بشپړې همغږۍ ډاډ یې ورکړ

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۱:۱۸
Background image

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر او د روسیې سفیر د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د روسیې هېواد له سفیر، ښاغلي دیمیتري ژیرنوف (Dmitry Zhirnov) او مل پلاوي سره لیدنه ترسره کړه:

د دې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۰:۵۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت او ورزشي ادارو په ګډه د اعتياد مخنیوي او د روغ شوي کسانو د بیا رغونې لپاره هڅې ګړندۍ کړې

د عامې روغتیا وزارت د روږدو درملنې ۴۵۰ بستریز روغتون له لوري، د المپیک، بدني روزنې او ورزش لوی ریاست سره په همغږۍ، د نشه‌ يي توکو پر وړاندې د مبارزې، د تداوي شويو ناروغانو د بیا. . .

BACK TO NEWS