د عامې روغتیا وزارت د اندراګاندي د ماشومانو درملنې ملي او تخصصي روغتون کې د روغتونونو د ډیجټلایزیشن په موخه ناسته ترسره شوه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۱۹
moph

په دې ناسته کې چې د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب لوی رئیس ډاکټر وحدت الکوزي، د تخصصي او ثالثي روغتونونو رئیس ډاکټر امین الله مومند او د مرکزي روغتونونو د بېلابېلو څانګو متخصصینو شتون درلود، د روغتونونو د ډیجټلایزیشن په موخه پر یو شمېر مهمو موضوعاتو بحث او خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب لوی رئیس، ډاکټر وحدت الکوزي د روغتونونو پر لازم ډیجټلایزیشن ټینګار وکړ او ویې ویل، چې ډیجټل سیسټمونه به د روغتیايي خدماتو کیفیت لوړ، د معلوماتو دقیق ثبت به تضمین او د ناروغانو لپاره به د وخت ضایع کیدل کم کړي. نوموړي زیاته کړه، چې ډیجټلایزیشن د روغتیايي معلوماتو په شفافیت، څارنه او د پرېکړو په پروسه کې د دقیقو معلوماتو په وړاندې کولو کې مهم رول لري.

دغه راز، د تخصصي او ثالثي روغتونونو رئیس، ډاکټر امین الله مومند او نورو متخصصینو د موجوده ستونزو او چیلنجونو په اړه خبرې ترسره او د ډیجټل سیستم د اغیزمن تطبیق لپاره خپل وړاندیزونه وکړل او ټینګار یې وکړ، چې د کارکوونکو روزنه، د اړینو وسایلو برابرول او د ټیکنالوژۍ پر بنسټ د معلوماتو مدیریت به د روغتونونو د خدماتو کچه لوړه کړي.

په پای کې ګډونوالو د ډیجټلایزیشن د پروسې په پرمخ بیولو او د روغتیايي خدماتو په نوښتونو کې د ګډې همکارۍ پر اهمیت ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه، چې د عملي تطبیق لپاره به مشخص پلانونه او مهال ویشونه جوړ کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۱۹
Background image

د عامې روغتیا وزارت د اندراګاندي د ماشومانو درملنې ملي او تخصصي روغتون کې د روغتونونو د ډیجټلایزیشن په موخه ناسته ترسره شوه

په دې ناسته کې چې د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب لوی رئیس ډاکټر وحدت الکوزي، د تخصصي او ثالثي روغتونونو رئیس ډاکټر امین الله مومند او د مرکزي روغتونونو د بېلابېلو څانګو متخصصینو شتون. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۴:۱۹
Background image

د سرویلانس سیستم د پیاوړتیا او همغږۍ لپاره درې ورځنی ورکشاپ پیل شو

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی ریاست له لوري د سرویلانس څانګې د ولایتي مسؤلینو علمي کچې لوړولو او د مرکز او ولایتونو تر منځ د ښې همغږۍ په موخه درې ورځنی ورکشاپ پیل شو.

د دې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۴:۱۴
Background image

د کاپیسا ولایت ۴۷ روغتیايي مرکزونو ته ۱۲۶ قلمه طبي وسایل ووېشل شول

دغه وسایل چې ارزښت یې څه باندې ۲۵۰ زره امریکایي ډالره دی، د ټولنې پیاوړتیا او پراختیا (OCED) مؤسسې له لوري د کاپیسا ولایت ۴۷ روغتیايي مرکزونو ته ووېشل شول.

د عامې روغتیا ریاست مسؤلین. . .

BACK TO NEWS