د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي د الټراساونډ برخې له استادانو سره ناسته تر سره کړه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۳:۱۴
moph

دا ناسته چې د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص لوی ریاست او تشخیصیه ریاست د الټراساونډ بورډ د استادانو په همکارۍ ترسره شوه، په کې د مالي او اداري چارو مرستیال، د اکمال تخصص لوی رئیس ډاکټر نثار احمد نیازي او د دولتي او خصوصي سکتور د الټراساونډ برخې استادانو ګډون کړی و.

په دې ناسته کې د الټراسونډ برخې پر مسلکي زده‌ کړو، د غير قانوني الټراساونډ مرکزونو مخنیوي، د خدمتونو د کیفیت ښه‌ والی او د خصوصي سکتور او عامې روغتیا وزارت ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ په اړه بحث او خبرې وشوې.

د مالي او اداري چارو مرستیال د الټراساونډ برخې د تدریس له امله له استادانو څخه مننه وکړه او ویې ویل:( د الټراساونډ برخه ښه پرمختګونه لري او موږ هڅه کوو، چې د عامې روغتیا وزارت د راډیولوژۍ انسټیټیوټ کې د الټراساونډ برخې په فعالولو سره ډاکټرانو ته نورې مسلکي او پرمختللې اسانتیاوې هم برابرې کړو؛ څو په دې برخه کې ناروغانو ته معياري خدمات وړاندې شي).

ټاکل شوې ده، چې په نږدې راتلونکي کې د عامې روغتیا وزارت په راډیولوژۍ انسټېټیوټ کې د الټراساونډ په برخه کې د یو کلن روزنیز پروګرام لومړی پړاو د لرو پرتو او محرومو ولایتونو د ۷۵ تنو ډاکټرانو لپاره پیل شي، په دې پروګرام کې به د دولتي او خصوصي سکتور مسلکي استادان ګډونوالو ته تدریس کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۴:۱۱
Background image

مولوي نور جلال جلالي په کندز کې د ۴۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د روغتون د جوړېدو بنسټ کېښود

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي کندز ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د ۴۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د کلباد عمومي روغتون د جوړېدو ډبره کېښوده

په همدې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۴:۸
Background image

د عامې روغتیا وزارت او کار او ټولنیزو چارو وزارت د استازو تر منځ ګډه ناسته ترسره شو

دغه ناسته د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ لوی ریاست له لوري د دې وزارت د وقایوي طب، معالجوي طب، اقتصاد او د روغتیا تمویل ریاستونو او کار او ټولنیزو چارو وزارت د ماشومانو ساتنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۵۵
Background image

د عامې روغتیا وزیر په سمنګان کې د ۵۰ بستریزې نسایي ولادي څانګې پرانیسته وکړه

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي سمنګان ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې په ولایتي روغتون کې د نسایي ولادي ۵۰ بستریزې څانګې پرانیسته وکړه

په همدې موخه. . .

BACK TO NEWS