د عامې روغتیا وزارت د عامه تغذیې رئیس، ډاکټر حکمت الله معصومي د غزني ولایت سیمهییز روغتون اړوند د خوارځواکۍ څانګې څخه د خدماتو ارزونې په موخه لیدنه ترسره کړه
په دې لیدنه کې د عامه تغذیې رئیس، ډاکټر حکمت الله معصومي د روغتیايي کارکوونکو په فعالیتونو او خدماتو خوښي څرګنده کړه او له ناروغانو سره یې د هغوی د مسلکي چلند، ښه خدمت او منظم کار ستاینه یې وکړه.
همدارنګه، نوموړي د خدماتو لا ښه والي، خوار ځواکو ناروغانو ته د معیاري او پر وخت خدمات وړاندې کولو، اغېزمنې درملنې او کاري بهیر د پیاوړتیا په موخه اړوندو مسؤلینو ته اړینې سپارښتنې وکړې؛ څو خدمات لا اغېزمن او معیاري شي.
