د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال، ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي د مرکزي پولي کلینیک څخه لیدنه تر سره کړه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۸ - ۹:۵۱
moph

په دې لیدنه کې چې د تخصصي او ثالثي روغتونونو رئیس، ډاکټر امین الله مومند یې هم ملتیا کوله، د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال د مرکزي پولي کلینیک له مسؤلینو سره په ګډه د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو بهیر او د روغتیایي کارکوونکو له لوري مراجعینو سره د چلند څرنګوالی ولید او د دې مرکز د بېلابېلو برخو څخه د لیدنې ترڅنګ یې د روغتیایي کارکوونکو د فعالیتونو ستاینه وکړه، د هغوی ستونزې یې واورېدې او د حل ژمنه یې وکړه.

همداراز، په دې لیدنه کې د موجوده تجربو او اسانتیاوو په پام کې نیولو سره د مرکزي پولي کلینیک تر چتر لاندې د عامه او خصوصي مشارکت له لارې روغتیايي خدمتونو ته د لا زیات لاسرسي په موخه د کابل ښار په نورو برخو کې د ورته روغتیایي مرکزونو په جوړولو هر اړخیز بحثونه وشول.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۷
Background image

د افغان دارالعلوم زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند، آغوش د روږدو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي ټیم له لوري تنظیم شوی و، چې په کې ګډونوالو ته د نشه يي توکو پر وړاندې د پوهاوي پر اهمیت، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۱
Background image

ارزګان ولایت کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

د ارزګان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې يې ۳۵ قلمه له نېټې تېر او بې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۴۹
Background image

د کونړ عامې روغتیا ریاست ته ۸ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

په ازبکستان هېواد کې د افغان سوداګرو او د افغانستان سفارت په همکارۍ، د کونړ عامې روغتیا ریاست سره د ۸ قلمو طبي تجهيزاتو مرسته وشوه. دغه طبي تجهیزات چې ارزښت یې ۳۴ زره امریکایي ډالره. . .

BACK TO NEWS