د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق رئیس د قطغن خصوصي روغتون څخه لیدنه وکړه

Panah_moph
شنبه ۱۴۰۰/۱۱/۳۰ - ۱۵:۲۸
د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق رئیس د قطغن خصوصي روغتون څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق رئیس ډاکتر سید رسول منګل او ورسره مل پلاوي د جمعې ماښام د ١٤٠٠ کال د سلواغې په ٢٩ مه د تخار ولایت د قطن له بستر لرونکي روغتون څخه لیدنه وکړه.

په دې کتنه کې د عامې روغتیا وزارت مشرتابه پلاوي د روغتون په بېلابېلو برخو کې د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو بهیر له نږدې وڅېړل.

دغه پلاوي له ارزونې او ترلاسه کولو وروسته د قطغن ​​خصوصي روغتون د سي ټي سکن، عملیات خونې، غاښونو، د ګوش و ګلو عصبي جراحي وارډونه بند کړل او مسؤلینو ته یې لارښوونه وکړه چې د روغتیا وزارت له معیارونو سره سم خپل روغتیايي خدمتونه تنظیم کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۰:۵۷
Background image

د غزني عامې روغتیا رئیس، ډاکټر رسول خان نظري په ياد ولايت کې د سیمه يیز روغتون د نوي تعمیر له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه

په دې ليدنه کې د عامې روغتیا رئیس د یاد روغتون د نوي تعمیر د پاتې رغنیزو چارو د بهیر، پرمختګ او شته اړتیاوو په اړه اړوند مسؤلینو ته سپارښتنې وکړې او زياته يې کړه، د دغه روغتون د رغنيزو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۰:۵۴
Background image

په فاریاب کې د حادې متوسطې خوارځواکۍ د خدمتونو وړاندې کولو په موخه د څه باندې ۲۰۸ زره ډالرو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري په فاریاب ولایت کې د حادې متوسطې خوارځواکۍ خدمتونو وړاندې کولو په موخه له Organization for Development Economic Social and Capacity Building-ODESC مؤسسې سره. . .

BACK TO NEWS