د عامې روغتیا وزارت د بېړنیو پېښو پر وړاندې د چمتووالي او غبرګون (EPR) ټیم په نورستان ولایت کې د جوړې شوې ولایتي پراختیا کمېټې (PDC) غونډه کې ګډون وکړ

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۸:۱۳
MOPH

یاده غونډه د نورستان مرستیال والي، مولوي فیصل مختار په مشرۍ جوړه شوې وه، چې د دغه ولایت د بېلابېلو ریاستونو مسؤلینو او د همکارو مؤسسو استازو پکې ګډون کړی و.

 غونډه کې د وروستي سېلاب له امله رامنځته شوې پېښې ته د پر وخت رسېدنې په موخه له ټولو همکارو ادارو مننه وشوه او ټینګار وشو چې زیانمنې شوې کورنۍ دې په سمه توګه په نښه او له هغوی سره دې په شفاف ډول مرستې وشي.

د عامې روغتیا وزارت د بېړنیو پېښو پر وړاندې د چمتووالي او غبرګون (EPR) ټیم مسؤلینو په نورستان ولایت کې د ترسره شویو فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې او د روغتیايي خدمتونو په برخه کې یې د لا زیاتو همکاریو ډاډ څرګند کړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۷
Background image

د افغان دارالعلوم زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند، آغوش د روږدو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي ټیم له لوري تنظیم شوی و، چې په کې ګډونوالو ته د نشه يي توکو پر وړاندې د پوهاوي پر اهمیت، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۱
Background image

ارزګان ولایت کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

د ارزګان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې يې ۳۵ قلمه له نېټې تېر او بې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۴۹
Background image

د کونړ عامې روغتیا ریاست ته ۸ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

په ازبکستان هېواد کې د افغان سوداګرو او د افغانستان سفارت په همکارۍ، د کونړ عامې روغتیا ریاست سره د ۸ قلمو طبي تجهيزاتو مرسته وشوه. دغه طبي تجهیزات چې ارزښت یې ۳۴ زره امریکایي ډالره. . .

BACK TO NEWS