د عامې روغتیا وزارت تېره اونۍ!
شنبه:
> ۱- د عامې روغتیا وزارت د مرستو همغږۍ او روغتیا سیسټم د پیاوړتیا ریاست رئيس ښاغلي حدیدالله نظیم ذاکري د ګلوبل فنډ همغږۍ يونټ، د ګلوبل فنډ جینوا میشت مشرتابه ښاغلي انکجن باوو او ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام ادارې د مسؤلینو؛ آغلي آیولنډا او آغلي ډینا سره د مرستو د ښې همغږۍ، مصرف او سپما او د روغتیا سیسټم د پیاوړتیا په اړه انلاین غونډه تر سره کړه.
> ۲- د بلخ ولایت د عامې روغتیا ریاست د روغتیايي قوانینو څخه د څارنې ټیم له لوري د چهاربولک ولسوالۍ د یو شمېر خصوصي کتنځایونو او درملتونونو څخه نظارت ترسره او په پایله کې یې یو شمېر کتنځایونه، چې قانوني جوازونه یې نه درلودل وتړل شول.
> همداراز له یو شمېر درملتونونو څخه له نېټې تېر بې کیفیته درمل راټول او له منځه یوړل شول.
> ۳- د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ د ملي کمېټې ناسته ترسره شوه
> یاده ناسته د عامې روغتیا وزارت د پلان ریاست د راپور ورکولو د برخې متخصص ډاکتر عبدالعظیم احمدزي، د عامې روغتیا وزارت تخنیکي مسؤلینو، د روغتیا نړیوال سازمان، ملګرو ملتونو د وګړو صندوق او یونیسف ادارې د استازو په شتون کې ترسره شوه.
یکشنبه:
> ۱- د عامې روغتیا وزارت د اعتبار ورکولو ملي ادارې د ځانګړي ټیم له لوري په تېرو دوه اونیو کې د روغتونونو د درجه بندۍ په موخه د ختیځ زون اړوند، ننګرهار، لغمان او کونړ ولایتونو کې له ۱۶ خصوصي معالجوي روغتونونو څخه لیدنه ترسره او د یادو روغتونونو مسؤلینو ته یې د عامې روغتیا وزارت د ځانګړي چکلېست له مخې د غوره روغتیايي خدمتونو په موخه لازمې سپارښتنې ترسره کړې.
> ۲-د عامې روغتیا وزارت د اعتبار ورکولو ملي ادارې د ځانګړي ټیم له لوري په تېره یوه اونۍ کې د روغتونونو د درجه بندۍ په موخه د سویل ختیځ زون اړوند، د غزني ولایت له ۹ خصوصي روغتونونو څخه لیدنه ترسره او د یادو روغتونونو مسؤلینو ته یې د عامې روغتیا وزارت د ځانګړي چکلېست له مخې د غوره روغتیايي خدمتونو په موخه لازمې سپارښتنې ترسره کړې.
> ۳- د هلمند د عامې روغتیا ریاست د روغتیايي قوانینو څخه د څارنې تیم له لوري په مرکز لښکرګاه ښار کې څلور درملتونونه د روغتیايي قوانینو څخه د سرغړونې له امله وتړل شول.
دوشنبه:
> ۱- د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد په خپل کاري دفتر کې د ازموینو د ملي ادارې له مشر، الحاج شیخ عبدالباقي حقاني سره لیدنه ترسره کړه
> په دې لیدنه کې د ۱۴۰۳ هـ ش کال لپاره د عامې روغتیا وزارت په تشکیل کې د خالي بستونو، د ازموینو په شفافیت او د دواړو لورو تر منځ په غوره همغږۍ بحث او خبرې ترسره شوې.
> ۲- د عامې روغتیا وزارت د خصوصي روغتیايي علوموانسټېټیوټونو ریاست له لوري د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست د مسؤلینو سره په دې ولایت کې د خصوصي روغتیایي علومو انسټېټیوټونو د محصلینو څخه د کانکور ازموینې اخیستلو په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه.
> په دې ناسته کې د ازموینو په شفافیت، د نویو محصیلینو پر جذب او په ګڼو نورو موضوعاتو بحث او خبرې ترسره شوې.
> ۳- د عامې روغتیا وزارت د خصوصي روغتیايي علوموانسټېټیوټونو ریاست له لوري د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست د مسؤلینو سره په دې ولایت کې د خصوصي روغتیایي علومو انسټېټیوټونو د محصلینو څخه د کانکور ازموینې اخیستلو په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه.
سې شنبه:
> ۱- د خوست ولایت د عامې روغتیا ریاست د روغتیايي قوانینو څخه د څارنې ټیم له لوري د دې ولایت د صبریو ولسوالۍ د یو شمېر خصوصي روغتیايي کلینیکونو، کتنځایونو، لابراتوارونو او غاښونو کتنځایونو څخه نظارت ترسره شو.
> د یاد نظارت په پایله کې یو شمېر کلینیکونو د قانوني جواز د نه شتون له امله وتړل شول.
> ۲- په کونړ ولایت کې ۲۱ تنه روغتیايي کارکوونکو ته د IMNCI پنځه ورځنی ټریننګ پیل شو.
> ۳- د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال د روغتیا ریاست له لوري د غیر معیاري او بې کیفیته تاریخ تېرو خوراکي توکو د راټولولو ملي کمپاین شروع شوی او لا هم یاده لړۍ دوام لري.
> ۴- د سمنګان ولایت د عامې روغتیا رئیس، ملا محب الله بهاري په خپلې کاري دفتر کې په شمال زون کې د UNDP د پراختیایي پروژو د دفتر له عمومي رئیس، ښاغلي وهیب الایاني او مل ټیم سره یې لیدنه ترسره کړه.
> په دې لیدنه کې دواړو لورو د یاد ولایت په روغتیايي مرکزونو او په ځانګړي ډول د سمنګان په ولایتي روغتون کې د لمریزې برېښنا د سیستم د نصبولو په اړه بحث او خبرې ترسره کړې. چهارشنبه:
چهارشنبه:
> ۱- د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد په خپل کاري دفتر کې د ولایتونو د عامې روغتیا له رئیسانو سره انلاین لیدنه ترسره کړه
> په دې لیدنه کې په ولایتونو کې د روغتیايي سیستم پر پیاوړتیا، په روغتونونو کې د معیاري خدمتونو پر وړاندې کولو او د روغتیا په برخه پر موجوده ستونزو بحث او خبرې ترسره شوې.
> ۲- د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتيا وزير، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد په خپل کاري دفتر کې د نورستان له والي قاري زين العابدين سره لیدنه ترسره کړه
> په دې لیدنه کې په نورستان ولایت کې د دې ولایت اوسېدونکو ته د روغتیايي خدمتونو پر وړاندې کېدو، د لرې پرتو سیمو اوسېدونکو ته د روغتیايي خدماتو په رسولو او په دې ولایت کې د روغتیا په برخه د ستونزو د حل په موخه بحث او خبرې ترسره شوې.
> ۳-د افغانستان اسلامې امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد په خپل کاري دفتر کې د جوزجان له والي قاري ګل حیدر شفق سره لیدنه ترسره کړه
> په دې لیدنه کې په جوزجان ولایت کې د روغتیايي سیستم پر پیاوړتیا، د دې ولایت اوسېدونکو ته د روغتیايي خدمتونو پر وړاندې کېدو او ورته نورو موضوعاتو بحث او خبرې ترسره شوې.
پنجشنبه:
> ۱- د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد په خپل کاري دفتر کې د ملگرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې له استازي، ښاغلي لیونارډ زیلو سره لیدنه ترسره کړه
> په دې لیدنه کې د بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره د نویو روغتیايي مرکزونو پر جوړېدو بحث او خبرې ترسره شوې.
> ۲- د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتيا وزارت رهبرۍ د ۱۴۰۳ ه ش کال پيل د چاپيريال د پاکوالي او ناروغيو څخه د مخنيوي په پار د " يو روغتيايي کارمند يوه ونه" تر شعار لاندې د نيالګيو کینولو په کمپاين سره پيل کړ.
> په دې کمپاین کې د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد او د دې وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي الحاج حبیب الله اخندزاده حامد ګډون کړی و.