د عامې روغتیا وزارت اړوند، د ټولو مرکزي او ولایتي محترمو رئیسانو د پام وړ!
دا چې د عامې روغتیا وزارت د مشرتابه له لوري د << یو روغتیايي کارکوونکی یو ونه>> تر شعار لاندې د نیالګیو د کښېنولو ملي کمپاین پیل شوې.
نو په همدې موخه د عامې روغتیا وزارت اړوند، د ټولو مرکزي او ولایتي رئیسانو څخه په درنښت هیله کېږي، چې په یاد کمپاین کې د خپل ګډون تر څنګ ټول روغتیايي کارکوونکي وهڅوي، چې په دې کمپاین کې ګډون وکړي؛ تر څو د یو یو نیالګي د کښېنولو په مرسته په راتلونکي کې د هوا او چاپیریال د پاکوالي تر څنګ په هېواد کې د تنفسي او ورته نورو ناروغیو د خپرېدو مخه ونیول شي.
نو ستاسې ټولو محترمو رئیسانو څخه په درنښت هیله کېږي؛ تر څو د نیالګیو د کښېنولو ملي کمپاین په پروسه کې د عملي ونډې اخېستو په موخه د خپل ګډون تصویرونه او راپورونه له موږ سره شریک کړئ.
د یاد کمپاین راپور په لاندې ډول دی!
د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزرات د مشرتابه له لوري ۱۴۰۳ هـ ش کال د یو "روغتیايي کارکوونکی یو ونه" تر شعار لاندې د کمپاین په موخه پيل شو
یاد کمپاین د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد له لوري د ناروغیو څخه مخنیوي، د چاپېریال د زرغونتیا او پاکوالي په موخه د یو ونې په کښېنولو سره پیل شو، چې د یاد وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي الحاج حبیب الله اخندزاده حامد او د دې وزارت ګڼ شمېر رئیسانو او کارکوونکو هم په کې شتون درلود.
د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد له ټولو هېوادوالو په ځانګړې توګه د هېواد له روغتیايي کارکوونکو وغوښتل، چې په دې کمپاین کې ګډون وکړي او د نیالګیو په کښېنولو سره خپل چاپیریال پاک او زرغون کړي؛ تر څو د هوا د پاکوالي تر څنګ د ناروغیو د خپرېدو مخه ونیول شي.