د عامې روغتیا وزارت او WHO ترمنځ د سرویلانس او بېړنیو روغتیايي پېښو د پیاوړتیا په اړه ناسته

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۱:۵۰
moph

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، مفتي عبدالقدوس هاشمي د روغتیا نړیوال سازمان له استازو سره د بېړنیو روغتیايي پېښو او د سرویلانس ډیپارټمنټ د اوسني وضعیت په موخه ناسته ترسره کړه

په دې ناسته کې د سرویلانس سیستم د فعالیتونو، بېړنیو روغتیايي پېښو د مدیریت، د ناروغیو مخنیوي او کنټرول، پر وخت تشخیص او چټک غبرګون او د روغتیايي معلوماتو راټولولو او ارزونې په اړه بحث او خبرې تر سره شوې.

مفتي عبدالقدوس هاشمي د روغتیا نړیوال سازمان له همکاریو او تخنیکي ملاتړ څخه مننه وکړه او د روغتیايي ننګونو پر وخت تشخیص او اغېزمن ځواب ویلو په موخه یې د سرویلانس سیستم پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

همدارنګه، د روغتیا نړیوال سازمان استازو هم د خپلو همکاریو پر دوام د ټینګار تر څنګ ډاډ ورکړ، چې د سرویلانس، بېړنیو روغتیايي پېښو، ظرفیت لوړونې او د ناروغیو مخنیوي او کنټرول برخو کې به خپلو تخنیکي او مسلکي همکاریو ته دوام ورکړي.

د ناستې په پای کې دواړو لوریو د روغتیايي خدمتونو د کیفیت ښه والي، د سرویلانس سیستم د لا پیاوړتیا او د عامې روغتیا پر وړاندې د شته ننګونو مخنیوي لپاره د ګډو هڅو پراختیا په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۵:۵۶
Background image

عامې روغتیا وزارت د تور زیړي پر وړاندې د مبارزې او عامه پوهاوي غونډه ترسره کړه

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزارت د «هیپاټیټس ناروغۍ د وقایوي خدمتونو او پاملرنې ادغام په روغتیايي سیستم کې» تر شعار لاندې د تور زیړي پر وړاندې د مبارزې او عامه پوهاوي غونډه تر سره. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۵:۱۸
Background image

د پکتیکا د روغتیايي خدمتونو د کیفیت د ښه والي په اړه د عامې روغتیا وزارت او ATOA مؤسسې ګډه ناسته ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، مفتي عبدالقدوس هاشمي او مل تخنیکي ټیم پکتیکا ولایت کې د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدمتونو له بهیر څخه د تر سره کړي نظارت په اړه د ATOA مؤسسې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۱۵:۶
Background image

د ملي او نړیوالو مؤسسو استازو ته د درملو وارداتو بهیر سره د اشنايۍ لپاره درې ورځنی روزنیز پروګرام ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت له لوري د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په ملاتړ، د ملي او نړیوالو مؤسسو استازو ته د درملو وارداتو بهیر سره د اشنايۍ لپاره درې ورځنی روزنیز. . .

BACK TO NEWS