د عامې روغتيا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، ښاغلي ډاکتر عنایتالله عنایت، د خپل تخنیکي ټیم په ملتیا د افغاني سرې میاشتې له تخنیکي ټیم سره د ګډې همغږۍ غونډه ترسره کړه
په دې غونډه کې د افغاني سرې میاشتې د روغتیایي ارقامو د تحلیل ستونزې، د نویو روغتیایي مرکزونو لپاره د کوډ ورکړې اسانتیا، او د ټولنې پر بنسټ د سرویلانس سیستم (Community-Based Surveillance) اړوند موضوعاتو باندې بحث او خبرې تر سره شوې.
دغه راز، دواړو لوریو د متقابلې همکارۍ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه، چې د څارنې او ارزونې سیستم د لا اغېزمنتیا لپاره به ګډې هڅې پراخې کړي.
