د روغتیا عمومي ستراتیژۍ د لګښت ټاکنې په اړه د لومړنیو معلوماتو وړاندې کولو غونډه تر سره شوه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۲:۱۸
moph

دا غونډه د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا او پاليسۍ مرستیال، ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي په مشرۍ د دې وزارت د عمومي رئیسانو، د مقام او معينيتونو د مشاورینو او د بېلابېلو ادارو د استازو په شتون کې د روغتیايي پراختيا او پالیسۍ معينيت په دفتر کې تر سره شوه.

په دې غونډه کې ګډونوالو د روغتیا عمومي ستراتیژۍ د لګښت ټاکنې په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه شريک کړل.

د روغتیايي پراختيا او پالیسۍ مرستیال د ګډونوالو د نظرونو له اورېدو وروسته لارښوونه وکړه، چې د وزارت د معينیتونو، اړوند ریاستونو او د بېلابېلو ادارو د تخنیکي استازو په ګډون دې یوه کمېټه جوړه شي، چې د روغتیا نړیوال سازمان، یونیسف او نړیوال بانک استازي هم په کې شامل وي؛ څو په راتلونکې غونډه کې د روغتیا عمومي ستراتیژۍ د لګښت ټاکنې لپاره د یوه منظم پلان پر چمتو کولو کار وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۲:۱۸
Background image

د روغتیا عمومي ستراتیژۍ د لګښت ټاکنې په اړه د لومړنیو معلوماتو وړاندې کولو غونډه تر سره شوه

دا غونډه د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا او پاليسۍ مرستیال، ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي په مشرۍ د دې وزارت د عمومي رئیسانو، د مقام او معينيتونو د مشاورینو او د بېلابېلو ادارو د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۵:۸
Background image

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي په مشرۍ د متخصصینو شورا غونډه ترسره شوه

په دې غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص لوی رئیس ډاکټر نثاراحمد نیازي، اړوندو مسؤلینو، د عامې روغتیا، کورنیو چارو، دفاع او لوړو زده کړو وزارتونو اړوندو مرکزي روغتونونو استازو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۴:۳۳
Background image

په کابل کې د خوړو د تولیدي تأسیساتو له پنځو مرکزونو نظارت ترسره شو

د خوړو د خطر تحلیل پر بنسټ، د خوړو د تحلیل، سرويلانس او معیارونو د تدوین ریاست کارپوهانو د کابل ښار په پنځمه او څوارلسمه ناحیه کې د مشروباتو، غیرالکولي نوشابو، معدني اوبو او د کېک او. . .

BACK TO NEWS