د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د ځینو ولایتونو د عامې روغتیا له رئیسانو سره انلاین لیدنه تر سره کړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۳ - ۱۳:۱۷
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د کندهار، هلمند او نیمروز ولایتونو د عامې روغتیا له رئیسانو سره انلاین لیدنه ترسره کړه

په دې لیدنه کې د تطبیق کوونکو مؤسسو د فعالیتونو، سپینو ساحو ته د روغتیايي خدمتونو رسولو، د روغتیايي مرکزونو لپاره د ودانیو جوړېدو، کلیوالو سیمو ته د روغتیايي خدمتونو د پراختیا، روغتیايي مرکزونو ته د ارتقاء ورکولو، د ولسوالۍ کچې روغتونونو جوړېدو او په کندهار ولایت کې د میرویس سیمه ییز روغتون لپاره د ډونرانو د جلب اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د یادو ولایتونو د عامې روغتیا مسؤلینو پیشنهادونه واورېدل او په دې برخو کې یې د لازمو اقداماتو ترسره کولو ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۳:۳۴
Background image

ننګرهار ولایت کې د ختیځ په کچه د جذام (ليپروسي) ناروغۍ د درملنې مرکز پرانیستل شو

دغه مرکز د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، الحاج مولوي امین الله شریف او یو شمیر نورو مسؤلینو په شتون کې د PMS جاپان مؤسسې په مالي ملاتړ پرانیستل شو.

د ننګرهار عامې روغتیا رئیس د یاد مرکز پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۲۷
Background image

د بدخشان ولایت د شغنان ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو، مالي او حسابي او پلان او پالیسۍ ریاستونو او ۸ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو. . .

BACK TO NEWS