د داوطلبۍ خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

Publish Date

Closing Date

د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو  برابرو  داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ څو د عامې روغتیا وزارت اړوند د ملاریا او نورو نقلوونکو ناروغیو ملي پروگرام د اړتیا وړ (د ډینګي ناروغۍ د تشخیص لپاره تشخیصیه ټسټونو مواد) چې د (GOV/MOPH/CDCD/MVDP/CF/NCB/G44/1403) شمېرې لرونکی ده داوطلبۍ په پروسه کې یې ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافټ کاپي د فلش یا حافظې له لارې د اجناسو او غیرې مشورتي خدماتو د تدارکاتو آمریت اړوند، د درملو لوی مدیریت څخه ترلاسه کړي، او خپل وړاندیزونه (آفرونه) په شرطپاڼه کې د لیکل شویو شرایطو او د تدارکاتو قانون او طرز العمل سره سم په سر تړلي بڼه د دې اعلان د خپرېدو سره سم ۲۱/۰۹/۱۴۰۳ نېــټه، چهارشنبې ورځ سهار تر 10:00 بجو پورې د عامې روغتیا وزارت د  تدارکاتو ریاست د آفر پرانیستې خونې ته، چې د وزیر محمد اکبر خان مېنه کې د عامې روغتیا وزارت څلورلارې ته څېرمه قرار لري وسپاري.

 ناوخته رارسېدلي او د انټرنیټ له لارې استول شوي وړاندیزونه(آفرونه) د منلو وړ نه دي.

 د آفر تضمین د بانکي تضمین په بڼه له یو اعتباري بانک څخه (۳۰،۰۰۰) دېرش زره افغانۍ دی.

او د آفر پرانیستلو غونډه د ۲۱/۰۹/۱۴۰۳ نېــټه، چهارشنبې ورځ سهار په 10:00 بجو د عامې روغتیا وزارت څلور لارې ته څېرمه، د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست د آفر پرانستې په خونه کې ترسره کېږي.

More tenders

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۹ - ۱۴:۱۴
Background image

د تړون ورکړې د پرېکړې خبرتیا !

استقلال روغتون ریاست په پام کې لري، چې د دې روغتون اړوند د 1405 مالي کال لپاره د (19000) طبي اکسیجن بالونونه د تدارک او چمتو کولو تړون چې د ریفرینس شمېره یې MOPH/EH/1405/NCB/G01 ده، د . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۱:۳۳
Background image

د تړون ورکړې د پرېکړې خبرتیا!

د افغان جاپان ساري ناروغيو درملنې روغتون په پام کې لري، چي د دې روغتون اړوند د 1405 مالي کال لپاره ( د طبي هوا اکسیجن پېرودل ) د تدارک او چمتو کولو تړون چې شمېره یې  MOPH/AFGHAN/JAPAN . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۲:۲۳
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت په پام کې لري لاندې تړونونه ګټونکو داوطلبانو ته ورکړي: . . .

Back to tenders