د داوطلبۍ خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

Publish Date

Closing Date

د رابعه بلخي روغتون ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ څو د ۱۹ قلمه رخت توکو چې د ( MOPH/ RBH/1403/NCB/G005) شمېره حوالې (ریفرینس) لرونکی دی د داوطلبۍ په پروسه یې کې ګډون وکړي او د شرطپاڼې سافټ کاپي د فلش یا حافظې له لارې د یاد روغتون د تدارکاتو مدیریت څخه ترلاسه کړي.

 خپل وړاندیزونه (آفرونه) په شرطپاڼه کې د لیکل شویو شرایطو او د تدارکاتو د قانون او طرز العمل سره سم په سرتړلي بڼه د ۱۴۰۳/۰۷/۱۱هـ ش نېټه، د سهار تر لسو بجو پورې د رابعه بلخي روغتون د کنفرانس خونې ته چې د روغتون په B بلاک کې  شتون لري وسپارئ.

 ناوخته رارسیدلي او د انټرنیټ له لارې استول شوي وړاندیزونه د منلو وړ نه دي.

د وړاندیز تضمین د بانکي تضمین په بڼه له یو اعتباري بانک څخه (۱۰۰۰۰۰) سل زره افغانۍ دی او وړاندیزونو د پرانیستې غونډه د ۱۴۰۳/۷/۱۱ هـ ش نېټه،  د سهار په لسو بجو د رابعه بلخي روغتون د کنفرانس خونې کې ترسره کېږي.

More tenders

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۷:۴۹
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، چې د الشفاء روغتون د محمد علي جناح تعمیر  په پام کې لري لاندې تړونونه ګټونکو . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۷:۴۵
Background image

د تړون د ورکړې پریکړې خبرتیا!

د استقلال روغتون ریاست په پام کې لري، چې د 1405 مالي کال لپاره د دې روغتون د اړتیا وړ د 19000 طبي اکسیجن بالونونو د تدارک او چمتو کولو تړون چې ريفرينس شمېره یې MOPH/EH/1405/NCB/G01 ده، . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۲:۵۳
Background image

د تړون ورکړې د پرېکړې خبرتیا !

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، چې د اندراګاندي د ماشومانو د درملنې روغتون په پام کې لري، لاندې تړونونه ګټونک . . .

Back to tenders