د داوطلبۍ خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

Publish Date

Closing Date

د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي تر څو د زرقي محلولاتو د فابریکې لپاره د (2X1250KVA) په وړتیا د ټرانسفارمر نصب او برښنا رسونې پروژه چې د MOPH/VFP/NCB/1403/W01 ریفرنس ګڼې درلودونکې ده، د داوطلبۍ پروسه کې ګډون وکړي او د اړونده شرطپاڼې سافټ په فلش کې د ودانیزو تدارکاتو آمریت څخه لاس ته راوړي، د تدارکاتو قانون، کړنلارې او د شرطپاڼې شرایطو سره سم دې خپل آفرونه د اعلان خپرېدو له نېټې څخه تر شنبې ورځې 25/03/1446 ه ق چې د 07/07/1403 ه ش نیټې سره سمون لري ترتیب او په یاده نیټه د سهار په لس بجو د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست ته، چې د عامې روغتیا څلور لارې وزیر محمد اکبر خان کابل – د تدارکاتو ریاست د آفر پرانستنې خونې ته وسپاري. ناوخته رسیدونکي او انټرنیټي آفرونه د منلو وړ نه دي د آفر تضمین د (205,000) دوه سوه او پنځه زره افغانیو په ارزښت د بانک ګرنټي په بڼه دی او د آفر پرانستې غونډه به په یاده نېټه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست د آفر پرانستې په خونه کې ترسره کیږي.

More tenders

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۶ - ۱۶:۱۵
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

موضوع: د اتاترک ماشومانو روغتون د کانټین او د شیخ زاید روغتون د پارکینګ د سپارلو خبرتیا.

د عامې روغتیا وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د لاندې داوطلبیو په پروسه . . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۲:۴۰
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د عاجل ابن سینا روغتون  ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ څو د ۱۴۰۴ لمریز کال لپاره د ( یو قلم طبي اکسیجن) پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې، چې د ( MOPH/ECP/NCB/1404/G001) . . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۲:۳۰
Background image

د تړون ورکړې د پریکړې خبرتیا !

رابعه بلخي روغتون ریاست په پام کې لري، چې د دې روغتون اړوند د 1404 مالي کال لپاره د 32 قلموتنظیفاتي مواد د تدارک او چمتو کولو تړون، چې د ریفرینس شمېره یې MOPH/RBH/1404/NCB/G006 ده د . . .

Back to tenders