د داوطلبۍ خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

Publish Date

Closing Date

موضوع: د اتاترک ماشومانو روغتون د کانټین او د شیخ زاید روغتون د پارکینګ د سپارلو خبرتیا.

د عامې روغتیا وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د لاندې داوطلبیو په پروسه کې برخه واخلي:

۱- د اتاترک ماشومانو روغتون کانټین.

۲- د شیخ زاید روغتون د پارکینګ (موټرو تم ځای).

دا تړونونه د دوو کلونو لپاره دی، ګډونوال کولای شي د اتاترک ماشومانو روغتون د کانټین لپاره چاپ شوی تړون د (۲۰۰۰) افغانیو په بدل کې او د شیخ زاید روغتون د پارکینګ لپاره چاپ شوی تړون د (۳۰۰۰) افغانیو په بدل کې د عامې روغتیا وزارت د پخواني اداري ریاست څخه چې د ماشومانو د روغتیا ملي او تخصصي روغتون مخې ته، د قراردادونو عمومي مدیریت څخه ترلاسه کړي، او خپل وړاندیزونه په سر تړلي بڼه د دې اعلان د خپرولو له نېټې څخه د قراردادونو عمومي مدیریت ته چې د یاد ریاست د املاکو آمریت اړوند دی، وسپاري.

د اتاترک د ماشومانو د روغتون د کانټین لپاره د داوطلبۍ پرانیسته غونډه به د سهار په ۱۰:۰۰ بجو او د شیخ زاید روغتون د پارکینګ لپاره د داوطلبۍ پرانیسته غونډه به (یکشنبه) (۵/۵/۱۴۰۴) د ماسپښین په ۲:۰۰ بجو د املاکو آمریت کې ترسره کېږي. د یادونې وړ ده، چې داوطلبان اړ دي چې د داوطلبۍ د پرانیستې غونډې په ورځ هغه درې میاشتنۍ کرایه چې دوی یې د تضمین په توګه ورکولو ته لیواله دي راوړي او ویې وسپاري.

More tenders

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۴:۴۹
Background image

داوطلبۍ بیاځل خبرتیا!

د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي تر څو د (د۳۰ بستر عمومی روغتون کمانډو ساحه ۱۴ ناحیه کندهار ولایت  اٰړوند د  طبی وسایلو  تدارک پروژه) چې د (MOPH/1404/NCB/G . . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۴:۱۴
Background image

د داوطلبۍبیاځل خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي تر څو د لاندې ذکر شویو پروژو:

د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي  او د اړونده شرطپاڼې سافټ د tenders . . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۴:۳
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي تر څو د لاندې ذکر شویو پروژو:

د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي  او د اړونده شرطپاڼې سافټ د tenders . . .

Back to tenders