د تړون ورکړې خبرتیا!

rasooli_admin
moph

Publish Date

Closing Date

د تدارکاتو قانون د دري څلوېښتمې مادې د دوهمې فقرې سره سم، ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د الشفاء ملي روغتون په پام کې لري؛ ترڅو د پخلنځي لپاره یو قلم مایع ګاز چمتو او تدارک کړي.

دا تدارک چې د دې ریفرینس شمېرې MopH/JAMH/NCB1404/G004 لرونکی دی، تړون یې د ( ببرک امیري لمتید) شرکت ته ورکړل شوی، یاد شرکت د (0101-19238) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې د لب جر دویم سرک خیرخانې دانش کوڅه کې دی.

د تړون لومړنۍ بیه ( 738720) اووه لک اته دېرش زره اووه سوه شل افغانۍ ده.

د حقیقي او حکمي کسانو هر ډول نیوکو په صورت کې دوی کولای شي، چې د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم خپلې نیوکې په لیکلې بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نېټې تر ۷ تقویمي ورځو پورې د الشفاء ملي روغتون ریاست ته، چې موقعیت په دشت برچي، د مهتاب قلعه ایستګاه محمد علي جناح روغتون کې دی وسپاري.

دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنا نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو پورې به تړون نه لاسلیک کېږي.

More tenders

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۸ - ۱۰:۲۴
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

{د 1404 مالي کال لپاره د راډيولوژۍ برخې د اړتیا وړ 15 قلمه اړينو موادو (اکسری فلمونه، اکسری کسټ، عينک، ګلوبند، بيضه بند) تهيه او تدارک کول}

ریفرینس نمبر- MOPH/NCB/IGICH/1404/G12

د . . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۰:۴۰
Background image

داوطلبۍ خبرتیا!

د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو د (اول لاټ ۲۱ قلمه لابراتوري ریجنټونه او دوهم لاټ ۴۵ قلمه درمل او سرجیکل د بیع موجل  په طرز د هموډیالیز پروژې اړوند . . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۶ - ۱۰:۳۲
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې د عامې روغتیا وزارت اړوند (د صحت طفل-اندراګاندي روغتون د اړتیا وړ ۵۵ قلمه انستیزي قلبي انټي . . .

Back to tenders