د تړون ورکړې خبرتیا!

rasooli_admin
moph

Publish Date

Closing Date

د تدارکاتو قانون د دري څلوېښتمې مادې د دوهمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري؛ ترڅو د عامې روغتیا وزارت د نویو مدغم شویو تشکیلاتو اړوند د دوه ډوله تېلو (ډیزل او پطرولو ) تړون چې د پېژندنې شمېره یې (MOPH/NCB/1403/G26) ده، د ( افغانستان اسلامی امارت د نفتو او گاز) شرکت ته ورکړي، یاد شرکت چي د  (79955) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (خیر خانه سر کوتل، نفت او ګازو ریاست 17 مه ناحیه، مرکز کابل) کې دی، د تړون بیه یې (15،750،000)  پنځلس میلیونه اووه سوه پنځوس زره افغانۍ ده.

د ټولو حقیقي او حکمي کسانو هر ډول نیوکو په صورت کې دوی کولای شي، چې د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم خپله نیوکه په لیکلي بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نېټې سره سم تر ۷ تقویمي ورځو د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست، ادارې تعمیر، لومړي منزل د اجناسو او غیر مشورتي خدماتو د تدارکاتو آمریت ته، چې د عامې روغتیا وزارت څلور لارې ته څېرمه موقعیت لري، وسپاري.

دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو به تړون نه لاسلیک کېږي.

More tenders

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۵۳
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، چې د الشفاء روغتون د محمد علي جناح تعمیر  په پام کې لري لاندې تړونونه ګټونکو . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲ - ۱۲:۴
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د افغان اندونیزیا روغتون ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د (امنیتي کمرو د نصب او کمپیوټرونو) پروژه چې ریفرینس شمېره یې ( MOPH/1405/AFIH/NCB/G01) ده، د داوطلبۍ . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۱ - ۱۷:۴۵
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم، له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت په پام کې لري لاندې تړونونه ګټونکو داوطلبانو ته ورکړي: . . .

Back to tenders