د تړون ورکړې خبرتیا !

rasooli_admin
moph

Publish Date

Closing Date

د تدارکاتو قانون د ۴۳مې مادې د دوهمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې د عامې روغتیا وزارت اړوند د ملی نیرو ساینس شیخ زاید روغتون د اړتیا وړ ۲ قلمه سی تی اسکن او اکسری فلمونو چمتو کول او تدارک چی د ریفرینس شمیره MOPH/NCB/1403/G20 ده تړون د (احساس هسپیتل سپلای لمیتد) شرکت ته ورکړي، یاد شرکت چې (۲۰۶۰۶--۰۱۰۱) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې (شفا مارکیت خیرخانه هوتل پروان,کابل) کې دی. د تړون لومړنۍ بیه ۲میلیونه ۹۴۳زره او ۸۶۴ افغانی دی.

د حقیقي او حکمي اشخاصو هر ډول نیوکو په صورت کې دوي کولای شي چې د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم خپله نیوکه په لیکلي بڼه د دلایلو په ذکر کولو سره د اعلان خپریدو له نیټې تر اوو کاري ورځو د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست ته، چې د عامې روغتیا په څلور لارې کې موقعیت لري، وسپاري.

دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړیدو به تړون نه لاسلیک کیږي.

                                                                                

More tenders

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۳:۴
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د خیرخانې 102 بستریز روغتون ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، ترڅو د (17قلمه البسو پروژه) چې ریفرینس شمېره یې (M0PH-HRP-KHH-NCB -1405-G05 ) ده، د داوطلبۍ پروسه کې . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۵۳
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو د لاندې ذکر شویو پروژو:

د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او د اړونده شرطپاڼې سافټ د tenders . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۹:۴۲
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو د لاندې ذکر شویو پروژو:

د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او د اړونده شرطپاڼې سافټ د tenders . . .

Back to tenders