د تړون ورکړې خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

Publish Date

Closing Date

د تدارکاتو قانون د دري څلوېښتمې مادې د دوهمې فقرې سره سم ،له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي چې د عامې روغتیا وزرت اتاترک د ماشومانو درملنې ملي روغتون ریاست په پام کې لري، چې د هارون بلال لوژستیکي خدماتو شرکت ته د اړتیا وړ ۱۹ قلمه (ډیزلو، داخلي روغنیاتواو فلتربابو) تدارک او چمتو کول تړون، چې د جواز نمبر یې D-67308 ده ورکړي، د یاد شرکت پته( 15312نمبر کور، خیرخانې مېنه، د هواپېژندنې سرک، مرکز کابل، افغانستان) کې دی.

د تړون بیه یې(5,742,518) (پنځه میلیونه، اووه سوه دوه څلوېښت زره، پنځه سوه اتلس) افغانۍ ده.

د حقیقي او حکمي کسانو هر ډول نیوکو په صورت کې دوۍ کولای شي، چې د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم خپله نیوکه په لیکلي بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نېټې تر ۷ تقویمي ورځو پورې د عامې روغتیا وزارت د اتاترک د ماشومانو ملي روغتون ریاست ته، چې د کابل طبي پوهنتون شاته، کارته سخي کې موقعیت لري، وسپاري.

دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولوپه معنی نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو به تړون نه لاسلیک کېږي.

More tenders

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۰:۵۳
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو د لاندې ذکر شویو پروژو:

د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او د اړونده شرطپاڼې سافټ د tenders . . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۰:۴۴
Background image

د تدارکاتو خبرتیا!

د راډیولوژي ملي انسټېټیوټ آمریت ټولو هغو شرکتونو او انفرادي کسانو ته چې په شرایطو برابر وي، بلنه ورکوي چې له مشخصاتو سره سم د DR اکسری ماشین د داوطلبۍ پروسه کې گډون وکړي او شرطپاڼه د  . . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۰:۳۹
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو د شیخ زاید نیور ساینس ملي او تخصصي روغتون اړوند د یو پایه DR  ماشین تدارک او چمتو کول پروژه چې د (MOPH/1404/NCB/G . . .

Back to tenders