د تړون ورکړې خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

Publish Date

Closing Date

موضوع: د خوشحال خان مېنې اړوند (ب) سیمه کې د عامې روغتیا وزارت اړوند ځمکې احاطوي دېوال رغولو پروژې د تړون ورکړې خبرتیا!

د تدارکاتو قانون د دري څلوېښتمې مادې د دويمې فقرې سره سم له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري؛ څو د خوشحال خان مېنې اړوند (ب) سیمه کې د عامې روغتیا وزارت اړوند ځمکې احاطوي دېوال رغولو پروژه چې د تړون شمېره یی(MOPH/COSTRUCTION OF WALL/NCB/1403/W-01) ده. د (د جبار پیمان ودانیز ، سرک جوړونې او د ودانیزو مواد تولید شرکت) ته ورکړي، یاد شرکت د (۲۱۱۹۳-D)ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې ( د محراب الدین قریشي مارکیټ، د پروان سه څلورلارۍ سرک، مرکز کابل،افغانستان) دی.

 د تړون لومړنۍ بیه یې (۴،۹۲۴،۲۴۰) څلور میلیونه نهه سوه څلور ویشت زره دوه سوه څلوېښت افغانۍ ده.

د حقیقي او حکمي کسانو هر ډول نیوکو په صورت کې دوۍ کولای شي، چې د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم خپله نیوکه په لیکلی بڼه د لاملونو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نېټې تر اوو تقویمي ورځو د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند، ودانیزو تدارکاتو آمریت ته، چې د عامې روغتیا په څلور لارې کې موقعیت لري وسپاري.

دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنی نه ده او د پورته ذکر شوې مودې او د راتلونکو قانوني پړاونو تر بشپړېدو به تړون نه لاسلیک کږي.

More tenders

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۳:۲۸
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

ریفرینس نمبر: (MOPH/PPP/DBOT/1405/001)

د جوزجان ولایت آقچې ولسوالۍ کې د عامه مشارکت له لارې د کفټریا، پایوازخونو او  دوکانونو جوړولو پروژې د داوطلبۍ خبرتیا:

د پروژې د اعلان نېټه: 06/۰ . . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۸:۴۵
Background image

د تړون ورکړې د پرېکړې خبرتیا!

د استقلال روغتون ریاست په پام کې لري چې د دې روغتون اړوند د 1405 مالي کال لپاره د دوه ډوله تیل او محروقاتي گاز د تدارک او چمتو کولو تړون چې د ریفرینس شمېره یې  MOPH/EH/1405/NCB/G04 د، د . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳ - ۱۵:۱۶
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

د عقودو قانون او د دې وزارت لنډ مهالي اجرائیوي پړاوونو سره سم له دې لارې ټولو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، چې د دشت برچي 100 بستریز روغتون ریاست غواړي د دوه ډوله تیلو (ډیزل او پطرول) . . .

Back to tenders