د بېګم مؤسسې له استازې سره د همغږۍ او هوکړهلیک په تړاو ناسته ترسره شوه
په دې ناسته کې د عامې روغتیا وزارت د مور او ماشوم د روغتیايي حقونو ملاتړ ریاست مسؤلې ډاکټرې مقدسې دوران، د بارورۍ، میندو، نویو زېږېدلو، ماشومانو او تنکیو ځوانانو د روغتیا ریاست مسؤلې ډاکټرې منیژې مسکینیار او د وزارت د یو شمېر مرکزي ریاستونو استازو ګډون کړی و.
په یاده ناسته کې د بېګم مؤسسې استازې په کابل، بامیان او دایکندي ولایتونو کې د خپلو فعاليتونو او د دې ولايتونو له اوسېدونکو سره روغتیا برخه کې د مرستو او همکاریو په اړه معلومات وړاندې کړل.
د ناستې ګډونوالو څرګنده کړه، چې له یادې مؤسسې سره به د روغتیا اړوند پروژې هوکړهلیک، د مور او ماشوم د روغتیايي حقونو ملاتړ او د بارورۍ، میندو، نویو زېږېدلو، ماشومانو او تنکیو ځوانانو د روغتیا ریاستونو تر دقیقې ارزونې او لازمې همغږۍ وروسته لاسلیک شي.
