د بادغیس ولایت غورماچ ولسوالۍ کې د یو جامع روغتیايي مرکز د جوړېدو بنسټ ډبره کېښودل شوه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲ - ۱۱:۴۵
MOPH

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د بادغیس والي، د عامې روغتیا رئیس، د UNHCR، یونیسف او "SAF" تطبیق کوونکې مؤسسې استازو، قومي مشرانو او د سیمې خلکو ګډون کړی و.

د یاد روغتیايي مرکز نوې ودانۍ د بادغیس عامې روغتیا ریاست په هلو ځلو او د UNHCR دفتر په مالي لګښت جوړیږي، چې ټول لګښت یې له ۵۰۰ زرو امریکايي ډالرو څخه ډېر اټکل شوی دی.

د بادغیس عامې روغتیا رئیس، مولوي خان محمد همت وویل: د دې مرکز په پرانیستلو سره به د غورماچ ولسوالۍ د خلکو روغتیايي ستونزې له ۷۰ سلنه څخه ډېرې حل شي، چې دا د روغتیايي خدماتو ښه‌والي په لور په دې سیمه کې یو مهم ګام بلل کیږي.

د بادغیس عامې روغتیا ریاست له ملي او نړیوالو ادارو څخه د روغتیايي وضعیت ښه‌والي په برخه کې د مرستو مننه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې په دې ولایت کې به د نورو سیمو لپاره هم د روغتیايي خدماتو پراختیا هڅې روانې وي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۴:۴۴
Background image

د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو او ۲۱ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو وویل: دغه پروسه په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۴:۲۲
Background image

د کابل په ۶مه ناحیه کې ۹روغتیایي مرکزونه د خپل سري فعالیت او روغتیایي قوانینو څخه د سرغړونې له امله وتړل شول

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی ریاست اړوند د روغتیایي تاسیساتو د پلټنې ریاست مسؤلینو له لوري د کابل ولایت په ۶مه ناحیه کې له یو شمېر روغتیایي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو، چې. . .

BACK TO NEWS