د بادغیس عامې روغتیا ریاست له لوري د ملي معافیت پروګرام (EPI) په ملاتړ د «معافیت برخه کې د خپلمنځي اړیکو مهارتونه» تر سرلیک لاندې روزنیز ورکشاپونه تر سره شول
دا ورکشاپونه چې په درېیو روزنیزو دورو کې ترسره شول، مجموعي ډول په کې ۷۵ تنه د کلینیکونو امرینو، واکسیناتورانو او د روغتیايي مرکزونو او ولایتي روغتون قابلو ګډون کړی و او په بریالیتوب سره یې روزنه تر لاسه کړه.
د دې ورکشاپونو په ترڅ کې ګډونوال د اغېزمنو اړیکو له اصولو، له مراجعینو سره د مناسب چلند، د واکسیناسیون په اړه د شایعاتو مدیریت او د اغېزمن پوهاوي ورکولو له لارو چارو سره اشنا شول.
د یادونې وړ ده، چې د دغو ورکشاپونو ترسره کول د معافیت برخې د خدماتو د کیفیت ښه والي او د روغتیايي کارکوونکو او ټولنې ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام بلل کېږي.
