د اکمال تخصص لوی ریاست خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

د ټرینري ازموینې نوم لیکنه !

په نظر کې ده چې د اکمال تخصص برنامو ته د مختلفو رشتو ټرینرانو د جذبولو ازموینه واخیستل شي ، هغه محترم نوماندان چې په شرایطو وړ دي د لارښود سره سم د لاندینی لینک څخه په ګټه اخیستلو سره په انلاین بڼه نوم لیکنه وکړئ.

یادونه : د ازموینې بریالي شوي نوماندان د لوړو نومرو په پام کې نیولو د دوي په خوښۍ سره د روغتونونو تش بستونو ته ورپیژندل کیږي.

محترم نوماندان کولائ شي چې د خالي بستونو جدول او د ازموینې هغه ریفرینس چې پخوا په ۲۵/۱۰/۱۴۴۴ نیټې د عامې روغتیا وزارت په سایټ کې خپور شوی وو هم وګورئ.

د نوم لیکنې لارښود:

  • د عامې روغتیا وزارت د سایټ څخه د (https://forms.gle/6jmF8h2zxs81eM7R7) لینک څخه په ګټه اخیستلو سره د نوم لیکنې سیستم ته ننوزی.
  • د ټولو اړینو برخو بشپړول ضرور دي.
  • د پاسپورټ سایز ۴*۳ چې زمینه یې وي او ستاسو د اوسنۍ څیرې ښکارندوي وي.
  • د ټولو سندونو روښآنه او واضح سکن.
  • د خپلې تخصصي رشتې سره سم انتخاب وکړئ.

 

 

د ټرینري ازموینې کې د ګډون شرایط:

 

  1. د تخصص د برنامې څخه د فراغت سند درلودل
  2. د ۴۵ کلنۍ عمر نه بشپړول
  3. د تخصص د دورې او مونوګراف د دفاع د نمرو لږ تر لږه د ٪۸۵ درلودل
  4. په لومړی چانس کې د تخصص د دورې د ازموینې او مونوګراف ( علمي – څیړنیزې رسالې) په بریالیتوب سره تیرول.

 

نوټ : د ستونزو د حل لپاره ( (0788209637 واټس اپ شمیرې سره اړیکه ونیسئ.

د خالي بستونو لپاره لاندې لینک کیکاږئ.

https://moph.gov.af/dr/media/896

 

 

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۱۳:۵۳
Background image

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي

د روغتیايي خدمتونو پراختیا د وزارت له مهمو لومړیتوبونو څخه ده او هڅه کېږي چې د هېواد په ټولو سیمو کې، په ځانګړي ډول لرو پرتو ولسوالیو کې خلکو ته د معیاري درملنې زمینه برابره شي.

د عامې . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۸:۴۱
Background image

د اکمال تخصص لوی ریاست خبرتیا!

د هغو درنو ډاکټرانو د پام وړ، چې تېرې ټرینري ازموینه کې بریالي شوي او د عامې روغتيا وزارت د  ۱۴۰۵ لمریز کال د تخصص پروګرام ته شامل شوي دي.

په ټینګار سره د خپلې مخکينۍ خبرتیا (د 1447/10 . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۰:۲۹
Background image

د اکمال تخصص لوی ریاست خبرتیا!

د هغو درنو ډاکټرانو د پام وړ، چې تېرې ټرینري ازموینه کې بریالي شوي او د عامې روغتيا وزارت د  ۱۴۰۵ لمریز کال د تخصص پروګرام ته شامل شوي دي.

په ټینګار سره د خپلې مخکينۍ خبرتیا (د 1447/10 . . .

Back to announcements