د اکمال تخصص لوی ریاست خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

موضوع: د عمومي داخله، نسایي او ولادي او د ماشومانو داخله څانګو د ټرینرۍ عملي ازموینه

د عمومي داخله، نسایي او ولادي او د ماشومانو داخله څانګو محترمو متخصصینو ته خبر ورکول کېږي، هغه کاندیدان چې د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د ټرینري تحریري ازموینه کې بریالي شوي او د عملي ازموینې په شرایطو برابر دي، د هغوی عملي ازموینه به د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د جدي میاشتې په ۲۲مه نېټه، د دوشنبې په ورځ په لاندې تخصصي روغتونونو کې واخیستل شي:

عمومي داخله : د ابن‌ سینا عاجل روغتون

نسایي او ولادي: د FMIC روغتون

د ماشومانو داخله: د اندراګاندي د ماشومانو درملنې روغتون

یادونه: محترم کاندیدان مکلف دي چې د سهار په ۹:۰۰ بجو د خپلې تذکرې له اصلي کاپي سره د ازموینې ځای ته حاضر شي. د لا زیاتو معلوماتو لپاره کولای شئ د دې (۰۷۸۸۲۰۹۶۳۷) شمېرې له لارې د اکمال تخصص لوی ریاست سره اړیکه ونیسئ او یا پیغام پرېږدئ.

د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص لوی ریاست

۱۸ جدي ۱۴۰۴ هـ.ش

۱۸ رجب ۱۴۴۷ هـ.ق

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۸:۱۷
Background image

د طبي شورا اړوند د ایګزیت ازموینې د نوم لیکنې خبرتیا!

د عامې روغتیا وزارت اړوند طبي شورا عمومي رياست د فعاليت جواز (اېګزيټ) ازموينې د نوم ليکنې خبرتيا!

https://nexa.gov.af/ps/exit-reg

Back to announcements