د اکمال تخصص لوی ریاست خبرتیا!

rasooli_admin
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص ریاست له لوري، تخصصي ازموینې، چې د ازموینو ملي ادارې له لوري به واخیستل شي په لاندې ډول پلان شوي دي!

۱- د FMIC روغتون د زړه ناروغیو فوق تخصصي ازموینه د ۱۴۰۳ هـ ش کال د سرطان د میاشتې په ۲۸ مه نېټه اخیستل کېږي.

۲- د ترینرۍ تحریري ازموینه د ۱۴۰۳ هـ ش کال د زمري میاشتې په پنځمه نېټه اخیستل کېږي.

۳- د ۱۴۰۲ هـ ش کال د comprehensive فارغانو تحریري ازموینه د ۱۴۰۳ هـ ش کال د زمري میاشتې په ۱۵ مه نېټه اخیستل کېږي.

۴- د ۱۴۰۴ هـ ش کال لپاره د انټرنس ازموینه (تخصصي برنامې ته د داخلېدو ازموینه) د ۱۴۰۳ هـ ش کال د لړم میاشتې په ۱۵ مه نېټه اخیستل کېږې.

Latest announcements

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۴
Background image

خبرتیا!

د بغلان ولایت ټولو اوسېدونکو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت د سترګو پاملرنې ګرځنده ټیم به د ړوندوالي کچې راکمولو په موخه د ۱۴۰۵/۴/۱۴ نېټې څخه تر ۱۴۰۵/۴/۲۵ پورې یاد ولایت ته . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۵۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت د خصوصي روغتیايي علومو انسټیټیوټونو ریاست خبرتیا!

موضوع: د هغو کسانو د نوم‌لیکنې او ازموینې د اعلان په اړه چې له هېواد څخه بهر یې زده کړې کړې دي.

د عامې روغتیا وزارت د خصوصي روغتیايي علومو انسټیټیوټونو ریاست د خپل کاري پلان له مخې . . .

Back to announcements